د لاس رسي وړ اتصالات

اریانا سعید: کنسرت نه دی لغوه شوی ځای یې بدل شوی


اریانا سعید غوښتل چې په غازي سټډیوم کې کنسرت ورکړي، خو د امنیتي اندیښنو له امله به د هغې کنسرت انټرکانټنینټل هوټل کې جوړ شي.
اریانا سعید غوښتل چې په غازي سټډیوم کې کنسرت ورکړي، خو د امنیتي اندیښنو له امله به د هغې کنسرت انټرکانټنینټل هوټل کې جوړ شي.

اریانا سعید وایي، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت یې د نن شپې کنسرت نه دی لغوه شوی، خو د کابل ګارنیزنون د غوښتنې له مخې یې ځای له غازي سټډیوم څخه د کابل باغ بالا سیمه کې د انټرکانټنینټل هوټل ته بدل کړی دی.

میرمن اریانا سعید په یو ویډیوي پیغام کې چې د خپل فیسبوک په رسمي پاڼه یې خپور کړی، ویلي چې د غازي سټډیوم څخه د انټرکانټنینټل هوټل ته د کنسرت د ځای د بدلولو علت، هغه امنیتي اندیښنې وې چې د کابل ګارنیزیون د دغه کنسرت د امنیت د خوندیوب په برخه کې لرلې.

میرمن سعید وایي "مونږ ته امنیتي ځواکونو وویل، چې مونږ په غازي سټډیوم کې نه شو کولی دا کنسرت مخې ته بوځو، ولي مونږ ستونزه نه لرو که تاسې بل ځای پیدا کړئ، یو ځای چې لږ کوچنی او د امنیت له پلوه ښه وي، مونږ کولی شو پرته له ګواښ څخه د کنسرت امنیت وساتو".

اریانا سعید وايي د کنسرت د ځای لپاره د انټرکانټنینټل هوټل سربیره درې نور ځایونه هم وو، چې دې له دغو څلورو ځایونو چې د بابر باغ، د لویې جرګې خیمه او د ملالۍ لیسې انګړ په کې شامل وو د انټرکانټنینټل هوټل غوره کړ.

اریانا سعید وایي دا کنسرت به نن شپه د انټرکانټنینټل هوټل د حوض په سر جوړ شي.

تیره ورځ د کابل ګارنیزیون قوماندانۍ وویل، چې د امنیتي اندیښنو له امله د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په غازي سټډیوم کې د اریانا سعید د شنبې شپې کنسرت لغوه کړی دی، خو که میرمن سعید په کوم بل ځای کې د کانسرت جوړول غواړي دا قوماندانۍ به یې د امنیت غم وخوري.

د کابل ګارنیزیون سرپرست قوماندان جنرال افضل امان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دغې قوماندانۍ هغه شرکت ته چې د میرمن اریانا سعید کنسرت بندوبست یې کړی وو، خبر ورکړی چې په غازي سټډيویم کې د امنیتي ګواښونو د اندیښنو له امله دغه ګارنیزیون په غازي سټډیوم کې د کنسرت امنیت نه شي نیولي.

جنرال افضل امانوویل "مونږ خو د کنسرتونو مخه نه نیسو، یوازې شاید تاسو خبر به وئ چې په کابل کې کله کله له بده مرغه د دښمن له خوا څخه ځانمرګي عملیات او چاودنې ترسره کیږي، ویلي مې دي چې غازي سټډیوم د ګواښونو پر وړ اندې ګنجایش نه لري، مونږ د کنسرت مخه نه ده نیولې او نه یې نیسو ورته مو ویلي چې که په بل خوندي ځای کې کنسرت جوړوي خپل پروګرام دې پرمخ بوځي".

اریانا سعید چې په خپل لنډ هنري ژوند کې یې افغانستان په دننه او بهر کې ډیر شهرت موندلی د ګوتو په شمار افغان هنرمندانو کې شامله ده چې د خپل هنر له لارې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره هم مبارزه کوي.

میرمن سعید ویلي چې د شنبې د شپې د کنسرت څخه ترلاسه شوې پیسې به د سرپل ولایت د صیاد د ولسوالۍ د وروستي تروریستي برید د قربانیانو کورنیو ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG