د لاس رسي وړ اتصالات

ارجنټاین د 'کوپا امریکا' د فوټبال اتلولي وګټله


د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډله د کوپا امریکا د ۲۰۲۴ له جام سره
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډله د کوپا امریکا د ۲۰۲۴ له جام سره

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې د یکشنبې په شپه جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۴) ناوخته د کولمبیا ټیم ته ماتې ورکړه او د امریکا لویې وچې د هېوادونو د ۲۰۲۴ د فوټبال جام یې وګاټه.

د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت د میامي په ښار کې ددغې لوبې په لومړیو ۹۰ دقیقو کې هیڅ لوبډله د ګول په کولو ونه توانېده.

ارجنټاین وکولای شول چې د لوبې په اضافي وخت کې یوازنی او سرنوشت ساز ګول وکړي. د ارجنټاین لوبغاړي لاوتارو مارتینز د لوبې په ۱۱۲ دقیقه کې د کولمبیا د ټیم په خلاف ګول وکړ.

د ارجنټاین د ټیم مخکښ لوبغاړی لیونل میسي د پښې د زخمي کېدو له کبله په ۶۴مه دقیقه کې له میدان څخه ووت. هغه وروسته پر ځمکه ناست د ژړا په حالت کې لیدل کیږي، ددې لپاره چې ویې نشو کړای د خپل ټیم په ګټه لوبې ته دوام ورکړي.

مسي د لوبې په لومړۍ نیمايي کې په پښه ژوبل شو. که څه هم هغه غوښتل په دوهمه برخه کې لوبې ته دوام ورکړي خو ویې نشو کړای او له میدان څخه ووت.

د میامي په "هارډ راک" لوبغالي کې ټاکل شوې وه چې امریکايي هېوادونو د فوټبال جام (کوپا امریکا) پایلوبه په ځايي وخت د ماښام په اته بجې پیل شي خو لوبغالي ته د زرګونو مینه والو د ننوتلو پر وخت د ګډوډۍ رامنځته کېدو له کبله لوبه څه باندې یو ساعت وځنډېده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG