د لاس رسي وړ اتصالات

د میدان وردګ د مڼو حاصلات ۱۰په سلو کې زیات شوي


د تیر کال ډير ورښتو د مڼو حاصلات زیات کړي
د تیر کال ډير ورښتو د مڼو حاصلات زیات کړي

د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدرۍ ریاست وايي چې سږ کال د دغه ولایت د مڼو حاصلات لس په سلو کې ډیر شوي.

د دې ادارې د ارقامو پر بنسټ تېر کال د میدان دردګو په ولایت کې ۱۲۰ زره مټریک ټنه مڼې شوې وې خو دغه کچه په روان کال کې څه باندې ۱۳۰ زره ټنو ته رسېدلې ده.

د میدان ورګ د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مشر ولید احمد تسل نن شنبه (لړم۱۷) امریکا غږ ته وویل:"سږ کال مو د ولایت د مڼو حاصلات ۱۳۰ زره مټریک ټنو ته لوړ شوي دي."

ښاغلی تسل زیاته کړه چې د حاصلاتو د ډېرښت یو لوی دلیل په دغه ولایت کې د بارانونو ډېر ورېدل و.

هغه زیاته کړه چې د دغو حاصلاتو څه باندې ۱۵ زره ټنه یې د افغانستان امنیتي ځواکونو له خوا پلورل کیږي.

د یاد ریاست د معلوماتو پر بنسټ د میدان ورګ ۹۰ سلنه بڼونو کې د مڼې ونې روزل کیږي.

د یاد ولایت د بڼوالو د اتحادیې مسولین وايي چې د دوی هر من (۷ کیلو) مڼې له ۷۰ نه تر ۸۰ افغانیو په بدل کې پلورل کیږي او هره ورځ تر ۶۰ مټریک ټنو پورې پاکستان ته لېږدول کیږي.

میدان ورګ د افغانستان له مرکزي ولایتونو په ډلې کې دی چې د مڼو د تولید په برخې کې یې حاصلات ښه کیفیت لري.

د دې ولایت د بڼوالو د اتحادیې مسولین وایي چې هر کال شاوخوا ۲ میلیارډو افغانیو په ارزښت مڼې تولیدوي.

XS
SM
MD
LG