د لاس رسي وړ اتصالات

مقاومت جبهه: اندراب کې مو ۱۷ طالبان وژلي؛ طالبان: حقیقت نلري


د طالبانو د حکومت مخالفي مقاومت جبهې د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو دفعه کولو ادعا کړې، خو ځايي طالب چارواکو په یاده سیمه کې د هر ډول جګړې رامنځته کیدل رد کړي دي.

د احمد مسعود په مشرۍ د «افغانستان د مقاومت جبهې» ویاند صبغت الله احمدي د دوشنبې په ورځ جون ۱۸ (چنګاښ ۲۷) پر خپل ټویټر پاڼه ادعا کړې چې طالبانو د تیرې ورځې راپدېخوا د اندراب ولسوالۍ په په «دره جر» او «قاسان» سیمو کې د مقاومت جبهې پر مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی او ادعا یې کړې چې طالبان له ماتې سره مخامخ شوي دي.

نوموړي په دغه نښته کې د طالبانو د «بدري قطعې» د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده. احمدي د دې ترڅنګ هم ادعا کړې چې د یادې جګړې رهبري د طالبانو حکومت ددفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد کوله.

پر همدې مهال د بغلان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اسدالله مصطفی هاشمي د بغلان ولایت د اندراب درې په درې واړو ولسوالیو کې د جګړې په اړه د مقاومت جبهې ادعا رده کړې او د امریکا غږ ته یې ویلي چې په دغه دره کې هیڅ وسله وال مخالف نشته.

هغه په یادو سیمو کې د جګړې په اړه راپورونه رسنیز تبلیغات وبلل او زیاته یې کړه چې د مقاومت جبهې وسله وال نه کومه ولسوالي، نه کوم کلی او دره په لاس کې لري او نه هم په غرونو کې حضور لري.

نوموړي وویل چې د مقاومت جبهې وسله وال کله ناکله د غرونو له سرونو څخه ډزې کوي چې په خبره یې د اندېښنې وړ نه دي. د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دا هم رد کړه چې ګواکې د اندراب جګړې مشري د طالبانو د دفاع وازارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد کوي.

سیمه ییزو سرچینو تیره ورځ وویل چې د بغلان ولایت په خوست فرنګ ولسوالۍ په ځانګړي ډول په سچي دره کې سلګونه تازه دمه طالب سرتیري ځای پر ځای شوي دي او ویلي و چې د دغه درې په ځینو برخو کې جګړه سخته شوې ده.

خو د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وايي چې مخکې هلته ځینې ستونزې وي چې اوس مهال حل شوي دي.

دا چې یادو سیمو ته د خپلواکو خبریالانو لاس رسی ستونزمن دی، هلته د جګړو په اړه په خپلواکه توګه د دواړو لورو د ادعاو سپیناوی ستوزمن دی.

XS
SM
MD
LG