د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: نړۍ دې د افغان نجونو خواشینوونکی وضعیت له پامه ونه غورځوي


عکس: ارشیف - ښوونځي ته تلونکې نجونې
عکس: ارشیف - ښوونځي ته تلونکې نجونې

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د نوي تعلیمي کال په پیلیدو سره په افغانستان کې ښوونځي پرانیستل شو، خو نجونې لا همغسې ښوونځیو ته له تللو محرومې پاتې دي.

دغه سازمان په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو لپاره د عدالت غوښتنې د یو کمپاین په ترڅ کې ویلي چې له زده کړو د نجونو منع کیدل هیڅ د توجیه وړ نه دي او د زده کړو په برخه کې د بشر د اساسي حقونو څخه سرغړونه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې د ورځې ناوخته مارچ ۲۲ (حمل درییم) د ایکس په پاڼه په یو پیغام کې ویلي: " د طالبانو له خوا له زده کړو د نجونو منع کیدل د هغوی راتلوونکې له منځه وړي. نړۍ نشي کولی چې د هغوی ددغه خواشینوونکي وضعیت څخه سترګې پټې کړي".

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د کابل په ګډون د افغانستان په سړو سیمو کې د حمل په لومړۍ ورځ نوی تعلیمي کال پیل کړ، خو د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښوونځي یې همغسې تړلي پریښودل.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا د چهارشنبې په ورځ د کابل په اماني لیسه کې د نوي ۱۴۰۳ لمریز تعلیمي کال د پیل مراسمو ته په وینا کې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو په زده کړو د ټینګار سره سره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه هیڅ څه ونه ویل.

ملګرو ملتونو ویلي چې له ۹۰۰ ورځو څخه زیاته موده کیږي چې د ۱۲ کلنو د عمر څخه پورته نجونې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع شوي دي.

افغانستان کې د نوي ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل سره هممهاله په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" یو ځل بیا د طالبانو له مقاماتو غوښتي چې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو او پوهنتون کې د نجونو او ښځو پر زده کړو باندې لګیدلي بندیزونه دې لغوه کړي.

یوناما د حاکمو چارواکو څخه غوښتي چې دغه نه توجیه کیدونکي او زیان رسوونکي بندیز ته دې د پای ټکی کیږدي. دغې ادارې ویلي چې د ټولو لپاره زده کړې د سولې او هوساینې لپاره اړینې دي.

د ښځو د حقونو ځینې مدافعانې وايي چې د دریو پرله پسې کلنو لپاره د نجونو د ښوونځیو بند پاتې کیدل د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت په پالیسۍ کې د نه بدلون استازیتوب کوي.

د طالبانو حکومت دغو انتقادونو ته په غبرګون کې ویلي چې د نجونو د زده کړو مسله د افغانستان داخلي مسله ده.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې پورته ښوونځیو کې د نجونو زده کړې منع کړي دي او هم یې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG