"نژاد او نژادي تبعیض" په امریکا کې پیچلې او اوږده سابقه لري.
د امریکا د مینیسوټا ایالت په مینیاپلس ښار کې د پولیس په لاس د یو تورپوستي جورج فلویډ د وژنې درې اونۍ تیريږي، خو د مساواتو او تبعیض ختمولو دپاره پېلې شوې مظاهرې اوس په نړیوالو لاریونونو بدلې شوي.
آغلې آمنې بها پدې ځانګړې مرکه کې په مینیسوټا ایالت کې د مظاهرو او لاریونونو له امله د خلکو په ورځني ژوند د اغیزو په اړه هم غږیدلې او وایي په ډیرو ځایونو کې افغان رستورانتونو د مظاهره چیانو لپاره خوراک او څښاک هم تیار کړې دی.
پوره مرکه دلته واورئ: