د لاس رسي وړ اتصالات

کام ایر شرکت له یو کال ځنډ وروسته څلورو ښارونو ته بیا الوتنې پیلوي


کام ایر شرکت تیرکال وروسته له هغې یو شمیر ښارونو ته الوتنې بندې کړې چې ددغه شرکت یو شمیر بهرني کارکوونکي په کابل کې په یو تروریستي برید کې ووژل شو.
کام ایر شرکت تیرکال وروسته له هغې یو شمیر ښارونو ته الوتنې بندې کړې چې ددغه شرکت یو شمیر بهرني کارکوونکي په کابل کې په یو تروریستي برید کې ووژل شو.

د افغانستان د کام ایر خصوصي هوايي شرکت له یو کال ځنډ وروسته یو شمیر ښارونو ته د خپلو داخلي الوتنو بهیر غځولی او په دې لړ کې يې نن د شنبې په ورځ ( سلواغې ۱۳مه) د کابل او بامیان ترمنځ الوتنې بیرته پیل کړي دي.

د کام ایر شرکت وايي، د بامیان ترڅنګ فیروزکوه، فیض اباد او د میمنې ښارونو ته به هم د یکشنبې په ورځ د (ATR42_500) کوچینو الوتکو په واسطه الوتنې پیل کړي.

د کام ایر شرکت تیرکال په همدې میلادي میاشتې "جنورۍ" کې دغو ښارونو ته خپلې الوتنې وروسته له هغې وځنډولې، چې د کابل په انټرکانټنینټل هوتل باندې په یو تروریستي برید کې د دغه هوايي شرکت شاوخوا یوولس بهرني پیلوټان او د الوتکې عمله ووژل شو.

د کام ایر هوايي شرکت عملیاتي مرستیال کپټان عزیز امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن یې یوې الوتکې بامیان ته یوه ازمایښتي الوتنه کړې ده.

هغه وویل، په روانه اونۍ کې به دا شرکت غور، بدخشان او فاریاب ولایتونو ته هم الوتنې پیل کړي.

ښاغلي عزیز وویل " سترې الوتکې بامیان، بدخشان، غور او فاریاب ته الوتنې نه شي کولی، مونږ کوچنۍ الوتکې، چې د کوچنیو هوايي ډګرونو لپاره جوړې شوي پیرلي دي، ترڅو دغو ولایتونو ته هم الوتنې ولرو او نن مو بامیان ته لومړۍ الوتنه وکړه".

په افغانستان کې په وروستیو څلورو کلونو کې په پرله پسي ډول لویې لارې ناامنه شوي، چې د امنیتي اندیښنو له امله ډیر خلک د ځمکې له لارې د سفر پرځای د هوا له لارې سفر کوي.

خو ډیرو ولایتونو ته هوايي شرکتونه الوتنې نه لري، چې ورسره په دغو ولایتونو کې خلک د ډیرو ستونزو سره مخ دي.

د بامیانو ولایتي چارواکي او یو شمیر هغه مسافر، چې د امنیتي اندیښنو له امله د ځمکې له لارې سفر ته زړه نه ښه کوي د کام ایر شرکت د دې اقدام ستاینه کوي او وايي، چې د دغو الوتنو په پیل سره به د خلکو ستونزې یو څه هواري شي.

د بامیان په ولایت کې د افغانستان د نورو ولایتونو پرتله امنیت نسبتآ ښه دی، خو د دغه ولایت او کابل ترمنځ په غځیدلې لویه لاره کله کله امنیتي پیښې کیږي او وسله وال پر دغه لار ځینې وخت مسافر له موټرو ښکته کوي.

د هوا له لارې د سفر د امکاناتو د نشتوالي له امله سږکال بامیان ولایت ته ډیر سیالانیان په ځانګړي ډول بهرنیان نه وو ورغلي.

د بامیان د والي ویاند عبدالرحمان احمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تیرکال پرتله سږکال دغه ولایت ډیر سیالانیان نه وو ورغلي.

ښاغلي احمدي وویل " سږکال د بامیان پر لار د ناامنیو په پیښو کې تلفات نه لرو،خو د کورنیو او بهرنیو سیالانیانو شمیر د تیرکال پرتله سږکال کم وو، چې یو دلیل یې بامیان ته د هوايي سفر د امکاناتو نشتوالی وو".

د کام ایر شرکت چارواکي وايي، اوس مهال به بامیان ته په اونۍ کې دوه الوتنې ولري او سبا د یکشنبې په ورځ به غور، بدخشان او فاریاب ولایتونو کې ته هم الوتنې پیل کړي.

دا شرکت د کابل- کندهار، کابل- هرات او کابل مزارشریف ښارونو ته هم د ورځې دوه او درې ځلې الوتنې لري.

په افغانستان کې د کام ایر شرکت ترڅنګ د اریانا افغان هوايي شرکت هم فعالیت لري او د داخلي الوتنو ترڅنګ د منځنۍ اسیا، هندوستان، پاکستان ، چین، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته هم الوتنې لري.

XS
SM
MD
LG