د لاس رسي وړ اتصالات

د رایې ورکونې پر شرایطو برابر افغانان د ترکیې په ټاکنو کې برخه اخلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ترکیې د ټاکنو د عالي شورا د ټاکنیز جدول له مخې د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۴ (ثور ۲۴) ددغه هیواد د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنې هم مهاله ترسره کیږي او ټاکل شوې، چې په دغو ټاکنو کې به د رایې ورکونې په شرایطو برابر یو شمیر افغانان هم خپله رایه وکاروي.

د ۲۰۲۳ کال د اپریل د میاشتې د یوې ترسره شوې ټولپوښتنې له مخې له ۵۵ میلیونو څخه زیات کسان د ترکیې د یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې برخه اخلی.

د سید عزت الله سادات په نوم په ترکیه کې میشت یو افغان، چې ددغه هیواد تابعیت یې ترلاسه کړی پارلماني ټاکنو ته هم نوماند دی. دې وايي، هڅه کوي چې د ترکیې پارلمان ته د لارې د موندلو په صورت کې به په پارلمان کې د افغان کډوالو ستونزې راپورته کړي.

ښاغلي سادات امیریکا غږ ته وویل: "له دوو سوو زرو څخه زیات افغانان د ترکیې تابعیت لري او ددې له ډلې ۵۵۰۰۰ تنه د رایې ورکونې په شرایطو برابر دي او کولی شي پارلمان ته خپل استازی واستوي".

په ترکیه کې د یکشنبې د ورځې عمومي ټاکنې په وروستیو سلو کلنو کې په دغه هیواد کې د عثمانیانو د حاکمیت وروسته د مهمو ټاکنو په توګه ګڼل کیږي.

دا ټاکنې د روان کال د فبرورۍ د میاشتې د سختو زلزلو وروسته، چې له ۵۰ زرو څخه د زیاتو کسانو د مړینې سبب شو او زلزله ځپلو ته د حکومت له خوا د مرستو د برابرولو بهیر یې د زیاتو انتقادونو سره مخ شوی و ترسره کیږي.

خو د ټولپوښتنې له مخې د ترکیې زیات شمیر اوسیدونکي ۴۰ فیصده انفلاسیون او د بیو جګوالی ته په ټاکنو کې د مهمو ټاکنیزو مسایلو په توګه ګوري.

د مرضیه جاوید په نوم په ترکیه کې میشته یوه ځوانه افغانه میرمن، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته دغه هیواد ته کډه شوې او اوس مهال په زده کړو بوخته ده وايي، چې په ټاکنو کې ګډون یو مسولیت دی.

مرضیه، چې په ټاکنو کې د رایې ورکولو په شرایطو برابره ده وویل: "زه غواړم د خپل حق څخه په سم ډول ګټه واخلم، ترڅو په راتلوونکي کې د دولت په تشکیلاتو کې فعالیت ولرم".

د احمد بکتاش په نوم په ترکیه کې میشت یو بل افغان، چې هغه هم د رایې ورکولو په شرایطو برابر دی وايي، چې د خپل حق څخه کار اخلي او د ترکیې په ټاکنو کې برخه اخلی.

بکتاش وویل: "د تابیعیت حق یوازې په دغه هیواد کې په دایمي ډول د اوسیدانې لپاره نه دی. هغه افغانان، چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي باید د خپل سیاسي حق څخه استفاده وکړي او په دیموکراتیک بهیر کې ونډه واخلی".

یوشمیر افغانان، چې په ترکیه کې تابعیت ترلاسه کړی ددغه هیواد په ټاکنو کې نور افغانان، چې د رایې ورکونې په شرایطو برابر دي هم ګډون ته هڅوي.

په استانبول کې د افغانستان د ترکمنانو د ټولنې رئیس ګل شیرین بیلر، چې د تیرو څلورو لسیزو راهیسې په دغه هیواد کې اوسیږي او تابعیت یې اخیستی امریکا غږ ته وویل: "مونږ افغانان هڅو ترڅو په ټاکنو کې د خپلې رایې څخه استفاده وکړي او د ټاکنو په بهیر کې ګډون وکړي".

XS
SM
MD
LG