په کابل کې د ۱۰۰ هلکانو او نجونو د واده ګډ پروګرام وشو چې په دغه بې وزله هیواد کې د دودیزو ودونو لوړ لګښت وسپموي.
په ډله ایز ډول د واده دغه مراسم د دوشنبې په ورځ دسمبر ۲۵ (مرغومي ۴) د کابل په یو مجلل هوټل کې ترسره شول.
د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې په ودونو کې موسیقي او لوړ لګښتونه وروسته له هغه راکم شول چې چارواکو دا ډول فعالیتونه غیر اسلامي وګڼل.
د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د "ستاره شهر" په نوم د ودونو د تالار مخې ته شاوخوا ۱۰۰ پګړۍ لرونکي سړي چې د افغانستان دوديز لباسونه یې اغوستي وو، راټول شوي وو او ترمنځ یې یوه ښځه هم نه لیدل کېده.
ددغه ډله ایز واده یو اتلس کلن زوم، روح الله رضايي فرانس پرس ته وویل چې په یوازې سر یې د واده توان نه درلود.
هغه وویل: "په دودیز واده کې پر موږ باندې له ۲۰۰ زرو څخه تر ۲۵۰ زرو افغانیو (۲۸۰۰ تر ۳۶۰۰ ډالرو) پورې لګښت راته، خو د ډله ایز واده لګښت یوازې له ۱۰ زره څخه تر ۱۵ زره افغانیو پورې دی."
دغه ځوان چې د هزاره شیعه لږکیو غړی او د غور ولایت اوسیدونکی دی، وايي، په مزدورۍ کې د ورځې شاوخوا ۳۵۰ افغانۍ ګټي.
دغه زوم چې د کمیس په جیب کې یې یو پلاستیکي ګل ټومبلی و، وویل: "موږ د خپلو دوو کورنیو څخه ۳۵ کسان رابللي وو، که نه [په عادي واده کې] دا به له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې کسان وو."
د سیلاب په نوم خیریه بنسټ له خوا، چې دغه ډله ایز واده یې تنظیم کړی دی، هرې تازه واده شوې جوړې دپاره د ۱۶۰۰ ډالرو معادل لګښت د افغانستان په کمزوري اقتصاد کې خورا لوی مقدار ګڼل کیږي.
هرې نوې جوړې ته یو کیک، او د ابتدايي اړتیاو یوه بسته چې په کې د غاښونو کرم، شامپو، یو فرش، کمپله او ځینې لوښي شامل دي، ورکول کیږي ترڅو خپل ژوند پرې پیل کړي.
په دغه ډله ایز واده کې د ګډون دپاره په سلګونو نارینه په دودیزو لباسونو کې په ګلونو پوښل شوي یو یخ تالار کې راټول شوي وو.
په غونډه کې د قرانکریم تلاوت وشو او د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت یو چارواکي وینا وکړه. ناوې په جلا تالار کې د سړیو لیرې کښېنول شوې وې، او خبریالانو یې نږدې ورتلو ته اجازه نه لرله.
خو د غرمې د ډوډۍ وروسته په څادرونو کې پوښل شوې ناوې راښکاره شوې.
د افغانستان په ځینو دودیزو ودونو کې تر ۱۰۰۰ تنو پورې میلمانه بلل کیږي چې لګښت یې ۲۰ زره ډالرو ته رسیږي.
د دوشنبې د ورځې ډله ایز واده ته ۶۰۰ جوړو نوم لیکنه کړې وه او ځینو جوړو ورته اوږد انتظار کړی و.
د کابل ولایت یو ۲۳ کلن کروندګر، سمیع الله زماني وویل: "زه له دریو کلونو راهیسې دې ورځې ته انتظار وم. هغه د خپلې کوژدنې په اړه وویل: "زه د هغې لیدو ته نور انتظار نشم کولی."
فورم \ دبحث خونه