د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ افغانستان د کریم د ۵۰ چټکو منډو په مرسته اماراتو ته ماتې ورکړه


کریم جنت د لوبې ګټونکې منډې وکړې او ابراهیم ځدران هم ۵۰ منډې وکړې
کریم جنت د لوبې ګټونکې منډې وکړې او ابراهیم ځدران هم ۵۰ منډې وکړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له متحدو عربو اماراتو څخه د دریو لوبو لړۍ دوه د یو په مقابل کې وګټله.

دا درې لوبې په ابو ظبي کې وشوې، په درېیمې لوبې کې متحدو عربو اماراتو افغانستان ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په وروستي اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان منډه جوړوونکو کې کریم جنت تر ټولو ښه وځلېده او په ۲۰ منډو یې چټکه پنځوسیزه (۵۰) وکړه او تر پای هم ونه سوځېده. کریم جنت په لومړۍ لوبې کې هم پنځوسیزه کړې وه.

هغه وویل چې په تجارتي لیګونو کې په لوبېدو سره یې تجربه لا ښه شوې ده او کپتان راشد خان ته یې ویلي‌ وو چې که متحدو عربو اماراتو تر ۱۷۰ پورې هم هدف وټاکي، «موږ یې پوره کولای» شو.

د اماراتو کپتان رضوان هم د کریم جنت د لوبې ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه دا لوبه «له موږ څخه وګټله».

ابراهیم ځدران هم ۶۰ منډې وکړې او تر پای ولاړ و. د دغې لړۍ دویمه لوبه متحدو عربو اماراتو ګټلې وه.‌ دا لوبې د افغانستان او اماراتو ترمنځ د یو تړون په اساس پلان شوې وې.

له لوبې وروسته افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز وویل چې متحدو عربو اماراتو په کرکټ کې ډېر پرمختګ کړی دی او دوی له هغوی څخه د داسې ښو لوبو تمه نلرله.

راشد خان وویل چې اماراتو ښه لوبه وکړه او دا درې واړه لوبې ښې وشوې او زه د کپتان په توګه «خوشحال یم» چې لوبغاړو فشار په ښه شکل کنترول کړي.

افغانستان د مارچ په میاشت کې له پاکستان سره هم درې ۲۰ اوریزې لوبې لري. دا د راشد خان په کپتانۍ کې اول ځل و چې افغانستان له یوې لوبډلې څخه د دریو لوبو لړۍ ګټي.

XS
SM
MD
LG