د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ بورډ د اماراتو د لوبډلې سره د لوبو لپاره لوبغاړي اعلان کړل


د متحده عربي اماراتو د لوبډلي په وړاندې د افغانستان د کرکټ اعلان شوی ټیم
د متحده عربي اماراتو د لوبډلي په وړاندې د افغانستان د کرکټ اعلان شوی ټیم

د افغانستان کرکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) د متحده عربي اماراتو د کرکټ د ملي لوبډلي په وړاندې لوبو لپاره د ۱۸ لوبغاړو نومونه او لست اعلان کړل.

ټاکل شوېده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د فبروري په ۱۶، ۱۸ او ۱۹ د ابوظبي په میدان کې د امارتو د ملي لوبډلې په وړاندې درې شل اوریزو لوبې وکړي.

د راشد خان په کپټانۍ، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، کریم جنت، شرف الدین اشرف، نوین الحق، مجیب الرحمان، مسعود نجاب، فرید ملک، ظاهر خان، نور احمد او فضل حق فاروقي په اعلان شوې لست کې شامل دي.

دا لوبغاړي په داسې حال کې اعلانیږي چې ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د را روانې مارچ میاشتې په پای کې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره په عربي متحده اماراتو کې د شلو شلو اورونو درې لوبې وکړي.

سره لدې چې د دې لوبو دقیقه نیټه تر اوسه نده اعلان شوې او افغانستان هم پدې هکله څه ندي ویلي خو د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي ویلي دا لوبې د افغانستان سره د اسټرالیا د لوبډلې سره د لوبو د لړۍ لغوه کیدو پر ځای کیږي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر د روانې میاشتې په سر کې هم ویلي و چې که د پاکستان حکومت اجازه ورکړي د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنې به د افغان لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG