د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه چارواکي د ریزه ګل امنیت ته اندېښمن دي


ویل کیږې چې ریزه گل پخپله څو طالب وسله وال وژلي
ویل کیږې چې ریزه گل پخپله څو طالب وسله وال وژلي

د ریزه ګل په نوم یوه میرمن د خپلې کورنۍ له دریو نورو ښځو سره څلور ورځې مخکې د خپل زوی تر وژل کېدو وروسته، د خپل میړه سره یو ځای د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو پر ضد څو ساعته جگړه وکړه.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د کنج اباد د سیمي د ریزه ګل د کورنۍ قصه اوس د هر چاه پر خوله ده او د جګړې په لمړۍ کرښې کې د چارواکو په وینا له طالبانو سره یې مخامخ جګړې، ډېر خلک حیرانه کړي دي.

د ریزه ګل زوی عبدالستار د خپل کلي د سیمه ييزو پوليسو د یوې امنیتي پوستې مشر و، چې څو ورځې مخکې لسګونو طالبانو په یو برید کې وواژه.

دې د خپل مېړه او د هغه د ورور د ژوندي پاته کېدو لپاره د کورنۍ له دریو نورو ښځو او یو ۱۲ کلن زوی سره یو ځای د وسله والو برید کوونکو پر ضد جګړه کړې ده. ځايي چارواکي وايي په دغې پېښې کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه تر اوسه پوري د دې زړه ور ګام له کبله يوازي د چارواکو له لوري په معنوي ډول ستایل شوې خو د اقتصادي لاس نیوي او سر پنا لپاره يې چاه څه نه دي کړي.

ریزه ګل اوس هم د خپلي کورنۍ سره یو ځای د بالابلوک ولسوالۍ په یوه لرې سیمه ګنج اباد کې اوسیږي او ځايي خلګ وايي چې د حکومت وسله وال مخالفین دې اقدام په قهر کړي او ممکن ریزه ګل ته ستونزې پیښې شي.

د فراه ولایتي چارواکي هم وايي چي د ريزه ګل ژوند په خطر کې دی او په یو امن ځای کې ورته د ژوند د امکاناتو د برابرولو هڅه کوي.

د فراه د والي ویاند جواد افغان امریکاغږ ته وويل چي ولایتي اداره د یادي کورنۍ بشپړه ملاتړ کوي او هغوی ته د یو امن ځای په پیدا کولو کې هڅه کوي " موږ د هغې د ژوند په اړه اندېښنه لرو ، موږ مرکز هم په جریان کې کړی خو چا تر اوسه پوري چا ورسره څه ندي کړي . اوس غواړي چي په ولایتي مرکز کې هغوی د زړه د خوښي د سرپنا ځای ورته برابر کړو" .

د ښځو په برخه کې د افغان ټولنې حاکم دودونه دا پېښه نوره هم جالبوي، خو عام باور يې په اړه دادی چي د جګړې دوام او د هره ورځ تاوتریخوالی پرضد دا د عامو افغانانو د نفرت یوه بیلګه بلل کیدای شي چې په جګړه کې ښکېلو خواو ته د ټولنې حقیقت بیانوي .

دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو هم پراخ انعکاس کړی دی، ډېرو خلکو هغه له دې اړخه ستایلې ده .

XS
SM
MD
LG