د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پاپوانیوګیني ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام بلې مرحلې ته ووت


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال په شل اوریز نړیوال جام کې خپله درېیمه پرلپسې لوبه هم وګټله.

په درېیمې لوبې کې یې پاپوانیوګیني ته ماتې ورکړه. افغانستان په دې بري سره په خپل سي ګروپ کې تر دې دمه لومړی مقام دی او د روان نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو (سوپر۸) مرحلې ته یې لاره وکړه.

افغان کپتان راشد خان د پچې له ګټلو وروسته پاپوانیوګیني ته د منډو کولو بلنه ورکړه. افغان توپ اچوونکو خپل مقابل لوبغاړي پرېنښودل چې ډېرې منډې وکړې.

پاپوانیوګیني د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۹۵ مندې وکړې. افغانستان دا هدف په شپاړلسم اور کې پوره کړ.

په افغان توپ اچوونکو کې فضل حق فاروقي درې، نوین الحق دوه او نور احمد یو لوبغاړي اوټ کړل. د پاپوانیوګیني څلور نور لوبغاړي د منډو ترلاسهک ولو په هڅو کې وسوځېدل.

د افغانستان د سر دوه توپ اچوونکي‌ ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز،‌چې په تېرو دوو لوبو کې یې ډېرې منډې کړې وې، ژر وسوځېدل. ابراهیم ځدراڼ په صفر او رحمان الله ګربز په ۱۱ منډو اوټ شول.

عظمت عمرزي هم ۱۳ منډې وکړې او اوټ شو.

ګلبدین نایب ۴۹ منډې وکړې او هدف یې هم په شپږیزې پوره کړ. محمد نبي ۱۶ منډې وکړې، دوی دواړه تر پای پورې ونه سوځېدل.

د افغانستان بله ګروپي لوبه په ځايي وخت د دوشنبې په ماښام،‌ چې په کابل کې د سه شبنې سهار کېږي، له کوربه ویسټ انډیز سره ده.

د لوبې غوره لوبغاړی فضل حق فاروقي شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG