څو شیبې وړاندې د غزني په ښار دوه توغندي وار شوي. د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ ته وویل چې توغندي د اطلاعات او کلتور ریاست سره نږدې لګیدلي خو چا ته یې د سر زیان ندی رسولی.
د هرات په ولایت کې ځینې رای ورکوونکي وایي چې په اکثرو انتخاباتي مراکزو کې د بایو میټریک او پرنټ وسایل کار نکوي. د همدغو ستونزو له وجې خلک تر اوسه انتظاره کوي چې رایه ورکړي.