د انتخاباتو خپلواک کمیسون د کابل پر وخت د مازدیګر په پنځو بجو اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې د رایو اچولو بهیر پای ته ورسید او د رایو شمیرل پیل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات وايي، په ټول هېواد کې د ټاکنو په ورځ د تاوتریخوالي ۶۸ لوی او وړې امنیتي پېښې رامنځته شوي دي.
نوموړي له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې وویل، چې له نورو امنیتي ارګانونو سره په ګډې همغږۍ یې د ټاکنو د امنیت لپاره جدي امنیتي تدابیر نیولي و.
سادات زیاته کړه، چې په ټول افغانستان کې د رای ورکولو ۴۹۲۸مرکزونه پرانیستي و او یوازې ۴۳۱ مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي و.
هغه وویل، چې دغه مرکزونه په نورستان، وردګ، کاپیسا، کندهار، فراه، فاریاب، بلخ، بدخشان او کندز کې د رایو یو شمېر مرکزونه د نا امنیو له امله تړل شوي و.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ وایي چې د رای ورکولو مرکزونه به د سیمه ییز وخت تر ٥:٣٠ بجو پورې پرانستي وي. د هغې په وینا خلک لاهم په کتارونو کې ولاړ دي چې خپلې رای ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټول هیواد نه ورته د لسو په شاوخوا کې د وړو بریدونو راپور ورکړل شوی او پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ ملکیان او دوه د امنیتي ځواکونو غړي ژوبل شویدي. د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون او پلان عمومي رئیس عبدالمقیم عبدالرحیمزي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د وسله والو مخالفینو بریدونه یې شنډ کړي.