افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار اته بجې او ۳۰ دقیقې د کابل ښار په امانیه لیسه کې او عبدالله عبدالله په نادریه لیسه کې خپلې رایې وکارولې. ښاغلي غني تر رای اچونې وروسته پخپلو لنډو خبرو کې د شفافو ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار وکړ او وویل چې د جمهوري نظام بقا د ټاکنو په تر سره کېدو کې ویني.
ښاغلي غني همدارنګه زیاته کړه، دا لومړۍ ټاکنې دي چې، زیاته برخه مصرف یې د افغانستان له داخلي بودیجه څخه ورکړل شوي دي. جمهور رئیس غني له نړیوالې او مدني ټولنې، رسنیو او ملي ناظرینو څخه وغوښتل چې په پوره شافیت د یادو ټاکنو څارنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ټاکنو کې هېڅ ډول سرغړونه د منلو و ړ نه ده، او هر ډول سرغړونو ته به رسیدنه کېږي.
عبدالله عبدالله هم په نادریه لیسه کې له خپلو مرستیالانو سره یوځای تر اری کارونې وروسته په لنډو څرګندونو کې د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ او له ټاکنیزو کمېسیونونو څخه یې وغوښتل چې د خلکو قربانۍ، احساس او رای ورکونې ته په احترام د شفافو ټاکنو ډاډ ورکړي.
د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د امریکا غږ خبریالان وايي، چې نن سهار له سیمه ییز وخت سره د رای ورکونې بهیر پيل شول دی.
د جمهوري ریاست کاندید محمد اشرف غني په اماني لیسه او ډاکټر عبدالله د ناردیه په لیسه کې خپلې رایې وکارولې.