د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د روغتیا سیستم 'سقوط ته نږدې' شوی


د افغان-جاپان په روغتون کې ډاکتران وایي تقریباً ۳ میاشتې کیږي چې تنخواګانې یې ندي اخیستي.
د افغان-جاپان په روغتون کې ډاکتران وایي تقریباً ۳ میاشتې کیږي چې تنخواګانې یې ندي اخیستي.

په افغانستان کې روغتیایي سیستم پداسې حال کې د سختیو سره مخامخ دی چې له یوې خوا ددې هیواد په روغتونونو کې د کویډـ۱۹ په بیمارۍ د اخته ناروغانو شمیر ډیر دی او له بلې خوا د دې ناروغانو د درملنې لپاره لازم دارو درمل هم په کافي اندازه نه پیدا کیږي.

د افغانستان-جاپان په روغتون کې مسؤلین وایي چې د روغتون بسترونه له ناروغانو ډک دي خو د اکسجین د تولید کولو په ماشینونو کې تیل نشته او تقریباً درې میاشتې کیږي چې په روغتون کې ډاکټرانو او کار کوونکو ته تنخواګانې ندې ورکړل شوي.

دا په کابل کې د کرونا وبا د درملنې یوازینی روغتون دی.

د روغتون د لوژستیک مسؤل ډاکټر احمد فتاح حبیب یار د روغتون د ستونزو په هکله وایي "درې میاشتې کیږي معاشونه مو ندي اخیستي، طبي وسایل نلرو، هغه دارو درمل نلرو چې ډبلیو ایچ او د کرونا وبا ناروغانو د درملنې لپاره منظور کړي، خوراکي مواد، اکسیجن، د سون مواد او نور ټول شیان مو مخ په خلاصیدو دي".

د افغان-جاپان په روغتون کې دا وضعیت د افغانستان د روغتیایي سیستم د ستونزو یوه بیلګه ده چې سقوط ته نږدې شوی او د فعال ساتل کیدو یوازینۍ هیله یې بهرنۍ مرستې دي.

خو د اګست د میاشتې د ۱۵ مې نیټې راپدیخوا چې طالبانو په افغانستان کې واک نیولی، نه یوازې پدې هیواد بهرنۍ مرستې بندې شوې بلکې پخپله د افغانستان شتمني هم کنګل شوې.

د افغانستان روغتیایي سیستم پداسې حال کې د سقوط سره مخامخ دی چې ملګرو ملتونو پدې هیواد کې د لوږې د بحران په هکله خبرداری ورکړی. ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان د شاوخوا ۳۸ ملیون وګړو څخه ۲۲ په سلو کې یې قحطۍ ته نږدې شوي او ۳۶ په سلو کې یې کافي خواړه نلري.

د خوراکي موادو کمښت تر ټولو غټ زیان ماشومانو ته رسولی. د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر تیره اوونۍ ویلي چې په افغانستان کې ۳.۵ ملیون ماشومان سوی تغذیې نیولې.

خو د اندرا ګاندهي په روغتون کې د ماشومانو د څانګې مشر محمد لطیف وایي چې یوازې پدې تیرو څلورو میاشتو کې دې روغتون ته څه باندې ۳ زره داسې ماشومان راوړل شوي چې د خوراکي موادو د کمښت له کبله په سویې تغذیې اخته شوي.

XS
SM
MD
LG