د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړیوال جام په تفریحي لوبه کې درېیم شو


اریانا سعید او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی میرویس اشرف
اریانا سعید او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی میرویس اشرف

د نړیوال جام د پرانیستې په مراسمو کې نندارچیانو ته بېلا بېلې تفریحي خپرونې وړاندې شوې.

دا پروګرام د نړیوال جام تر سیالیو یوه ورځ مخکې وشو.

په دغو پروګرامونو کې یو پروګرام د ۶۰ ثانیو چیلنج نومېده چې په نړیوال جام کې د لسو ګډونوالو هېوادونو دوو ځانګړو سفیرانو بېټېنګ کاوه. په دغې چیلنجې لوبې کې بیټسمینانو په یوې دقیقې چې څومره بالونه وهلی شول، ووهل. د افغانستان سفیران د ملي لوبډلې لوبغاړی میرویس اشرف او وتلې هنرمنده اریانا سعیده وو.

افغانستان تر ټولو ټیمولونو لومړی بېټېنګ وکړ چې اریانا سعید او میرویس اشرف دواړو ښه شارټونه ووهل او افغانستان ۵۲ منډې وکړې. انګلنډ ۷۲ او آسترالیا ۶۹ وکړې.

پاتې نورو ټولو ټیمونو تر ۵۰ کمې منډې وکړې. په دې ترتیب انګلنډ اتلولي وګټله او آسترالیا دویمه شوه. هر هېواد خپل استازي لرل چې د ملي لوبډلې ځینې مخکني او پخواني لوبغاړي او هنرمندان وو.

میرویس اشرف او اریانا سعید
میرویس اشرف او اریانا سعید

دا مراسم د نورو نړیوالو چاینلونو په ګډون د افغانستان ملي تلویزون هم خپاره کړل.

دا یوه تفریحي لوبه وه چې انګلنډ په کې لومړی، آسترالیا دویم او افغانستان درېیم شو. د نړیوال جام سیالۍ پنجشنبه (مۍ۳۰) پيلیږي چې اوله لوبه یې انګلنډ او جنوبي افریقا ترمنځ ده.

XS
SM
MD
LG