د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: انتخابات د سولې د پروسې د پلي کیدو لپاره ټینگ گام دی


امرالله صالح
امرالله صالح

د دولت جوړونکي ټیم د انتخاباتي ټکټ لومړی مرستیال امرالله صالح، نن د دوشنبې په ورځ سپتمبر ٣٠ وویل چې د انتخاباتو کیدل "د سولې د پروسې د پلي کیدو په خاطر یو ټینگ گام دی".

ښاغلي صالح وویل انتخابات ددې بهیر گټوونکي ته شرایط برابروي چې "د ټولیزې ارادې په استازیتوب د طالبانو سره خپل د سولې پروگرام پرمخ بوزي".

ښاغلي صالح همداشان مخالف انتخاباتي ټیمونه په "تیارو او (پردې شاته) معاملو او همداشان د عامه اذهانو په "مغشوش کولو او یرغمل کولو" تورن کړل.

هغه وویل "مه پریږدئ چې تجرید شوې حلقې تاسو د جنجالي الفاظو نه په استفادې د خپل هیواد پر گوټ گوټ باندې بې باوره کړي. مونږ باید پدغو شیبو کې خپل اتحاد او اتفاق نه یواځې وساتو بلکه نور هم ټینگ کړو."

وروسته له هغې چې د افغانستان د جمهوري ریاست نورو کاندیدانو ادعاوی وکړې چې انتخابات یې گټلي دي، امرالله صالح وویل "هغه بنسټ چې د گټلو او بایللو د قضاوت حق لري د انتخاباتو کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دی".

هغه زیاته کړه "له نورو ټیمونو هیله لرم چې د ملت ارادې، د لوبې قاعدې او قانون ته درناوی وکړي".

ښاغلي صالح دوه ورځې مخکې د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل: "د هغو شمیرو له مخې چې دولت جوړونکي ټیم ته رسیدلي د ٦٠ نه تر ٧٠ فیصدو پورې خلکو ددې ټیم په گټه رای ورکړي دي".

خو ښاغلي صالح نن دوشنبه وویل چې دغه شمیرې یې د "خورو ورو" اطلاعاتو په اساس بیان کړي دي چې دولت جوړونکي ټیم ته رسیدلې وې او دا یواځې د ټیم دننه اټکلونه دي.

هغه وویل: "مونږ نه پخپله قضاوت کوو او نه هم نورو ته د قضاوت اجازه ورکوو".

ښاغلي صالح زیاته کړه چې د شمیرو او ارقامو له مخې دولت جوړونکي ټیم د نورو انتخاباتي ټیمونو د سرغړونو، درغلیو او قانون ماتونو په اړه په سلگونو شکایتونه د انتخاباتو د شکایتونو په کمیسیون کې ثبت کړي دي.

د نورو ټیمونو په پرتله زیاته مرگ ژوبله

ښاغلي صالح وویل د دولت جوړونکي ټیم په انتخاباتي کمپاین د هر بل ټیم په پرتله زیات بریدونه شوي دي او په "سلگونو" تنو ته یې مرگ ژوبله اوښتې.

هغه د پروان او کاپیسا بریدونو او د دولت جوړونکي ټیم په غړو باندې بریدونو ته اشاره وکړه.

XS
SM
MD
LG