د لاس رسي وړ اتصالات

د محمد نبي لوبډلې د راشد خان لوبډلې ته ماتې ورکړه


سبا یکشنبه اګست شپږمه بیا هم د دغو لوبډلو ترمنځ‌ لوبه ده
سبا یکشنبه اګست شپږمه بیا هم د دغو لوبډلو ترمنځ‌ لوبه ده

د کارابین کرکټ‌ لیګ سیالیو کې د اس ټي کیتس او نېویز پاېټریاتز لوبډلې د ګیانا امازان واریریز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

محمد نبي په اس ټي کیتس او نېویز پاېټریاتز کې لوبیږي‌ او راشد خان بیا د ګیانا امازان واریریز سره دی.

پچه د محمد نبي‌ لوبډلې وګټله خو د راشد لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د امازان واریرز لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۲۳ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل.

محمد نبي په څلورو اورونو کې کوم لوبغاړی ونه سوځوه،‌ خو یوازې یې ۱۷ منډې ورکړې او یو کیچ یې هم ونیوه. د پایټرایاتز لوبډلې دغه هدف په ۱۹ اورونو کې پوره کړ.

راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځوه. راشد تر لوبې لږ مخکې امریکا غږ ته وویل چې له لوی لوبغاړي محمد نبي‌سره یې لوبه ده. خو نبي ویلي‌ وو چې که راشد ورته باولینګ وکړ، ورسره به احتیاط کوي. هماغسې یې وکړل. درې توپونو ته یې مخامخ شو او یوازې یوه یوه منډې یې پرې وکړه.

نبي څلور منډې هم وکړې او ترپایه ونه سوځېده.

دا د کاربین کرکټ لیګ تجارتي سیالۍ دي چې په اول ځل په کې دوه افغان لوبغاړي‌ محمد نبي‌ او راشد خان لوبیږي. ر

دغې سیالۍ ته ځیني افغان مینوال ان له لندنه راغلي‌ وو، یو مینوال ساپي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی د دې لپاره د فلورېډا ایالت ته راغلي‌ چط خپل افغان اتلان محمد نبي‌او راشد خان وستایي.

سبا یکشنبه ( اګست ۶) بیا هم د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ده، دا لوبې د امریکا د فلورېډا په ایالت کې کیږي. امریکا غږ اشنا د دغو لوبو په اړه تازه معلومات خپروي،‌د امریکا غږ تلویزو،‌راډیو،‌ فیسبوک او ویپاڼه وګوری او واورئ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG