د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چهارشنبې نومبر شپږمه (لړم ۱۶) په ۵۰ اوریزه لوبه کې د محمد نبي او الله محمد غضنفر د ښې لوبې په مټ د بنګله دېش لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه وه. افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه غوره کړه او مقابل لوري ته یې د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان توپ اچوونکي الله محمد غضنفر په دغه لوبه کې شپږ لوبغاړي وسوځول او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی شو. راشد خان هم دوه لوبغاړي وسوځول.
محمد نبي د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې ۸۴ منډې وکړې او کپتان حمشت الله شهیدي د ۵۲ منډو کولو وروسته وسوخېد.
د متحده عربي اماراتو په شارجه کې په نننۍ لوبه کې د بنګله دېش ټول لوبغاړي په ۳۵ اورونو کې د یوازې ۱۴۳ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.
د بنګله دېش توپ اچوونکو تکسین احمد او مستفظرالرحمن هر یوه د افغانستان څلور څلور لوبغاړي وسوځول.
ددې لړۍ دوهمه لوبه شنبې (نومبر نهمه) کیږي او وروستۍ لوبه یې دوشنبې (نومبر ۱۱مه) ده.
فورم \ دبحث خونه