د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له بنګله دېش سره سیالیو ته لوبغاړي‌ اعلان کړل


د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ را روانې سیالۍ د فبرورۍ په ۲۳ پیلیږي
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ را روانې سیالۍ د فبرورۍ په ۲۳ پیلیږي

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ د بنګله دېش سره را روانو پنځو لوبو ته د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د افغانستان د ملي‌ لوبډلې لوبغاړي تېره ورځ بنګله دېش ته ورسېدل چې له هغه هېواد سره سیالیو ته چمتوالی ونیسي.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ درې یوه ورځنۍ او دوې شل اوریزې لوبې دي چې د فبرورۍ په ۲۳ نېټه پیلیږي.

د یوې ورځینو سیالیو لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ ۱۶ لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو لپاره د محمد نبي‌په مشرۍ ۱۶ لوبغاړي اعلان شوي‌دي.

افغان لوبغاړي بنګله دېش ته تر روانېدو مخکې څو اونۍ په قطر کې تمرینونه وکړل.

د افغانستان او بګله دېش ترمنځ سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ د غوراوي سیالۍ دي چې په هر بري سره ۱۰ نومرې ورکول کیږي.

افغانستان تر دې مخکې له ایرلنډ او هالنډ څخه دا ډول درې-درې لوبې ګټلې او ۶۰ نومرې لري. د افغانستان کرکټ لوبډله شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لري او که د دغو لوبو څخه ۶۰ فیصده یې وګټلې، ښايي مستقیمآ د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG