د لاس رسي وړ اتصالات

که عراق او سوریې ته نشئ تلی، افغانستان ته راشئ- داعش


معلومه نه ده چې دا ویدیو کله او په کوم ځای کې ثبت شوې ده
معلومه نه ده چې دا ویدیو کله او په کوم ځای کې ثبت شوې ده

د داعش د "خراسان ډلې" په یوې تازه ویدیو کې د نړۍ له مسلمانانو غوښتي چې افغانستان ته مهاجرت وکړي.

داعش د ۲۵ دقیقو یوه ویدیو خپره کړې ده چې ځینې جګړه ماران په کې په پښتو، دري او ازبکي خبرې کوي او عربي ژباړه یې هم شته.

د اسوشیتډپرس خبریال دا ویدیو لیدلې ده. د داعش یو جګړه مار وايي "آی د نړۍ مسلمانانو! که عراق او سوریې ته هجرت نشی کولی، خراسان ته راشئ."

خراسان د هغې سیمې لرغونی نوم دی چې د اوسني افغانستان، پاکستان او ایران ځینې برخې په کې شاملې وې. داعش د مارچ په څلورمه دا ویدیو خپره کړې ده، خو معلومه نه ده چې دا کله او په کوم ځای کې ثبت شوې ده.

دا ویدیو داسې مهال خپریږي چې په دې وروستیو کې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش جګړه مارانو د ورتلو په اړه اندېښنې پیدا شوې وې.

د فرانسې خبري اژانس څه موده مخکې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي وو د فرانسې او الجزایر ځینې جګړه ماران له سوريې او عراق څخه د افغانستان جوزجان ته تښتېدلي او له داعش سره یو ځای شوي دي.

د جوزجان د امنیې قومندان فقیر محمد جوزجاني تېره میاشت ویلي وو چې د قوش تپه په ولسوالۍ کې یې د داعش ۲۵ جګړه ماران وژلي وو چې یو چینايي او درې ازبک په کې شامل وو.

په افغانستان کې د نړیوال کړکیچ ګروپ شننونکی محمد یونس برهان وايي داعش هڅه کوي چې دغه اوازه په حقیقت بدله کړي چې د داعش جګړه ماران له سوریې نه افغانستان ته راځي.

خو په برتانیا کې دRoyal United Services Institute یوغړي اسوشیتډپرس ته وویل چې سوریه له افغانستان نه ډېره لېرې ده او جګړه ماران نشي کولی چې په اسانۍ سره له سوریې نه افغانستان ته راشي.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې راڅرګند شو، داعش تر ډېره د افغانستان په ختیځ کې فعاله و چې بیا افغان چارواکو د هېواد ځینو نورو برخو کې هم د هغوی د موجودیت خبره وکړه. ویل کیږي چې دغه ډله په ټول افغانستان کې د ۳۰۰۰-۳۵۰۰ ترمنځ جګړه ماران لري.

ولسمشر غني تېرکال وویل چې افغانستان ته ۱۱۰۰۰ بهرني جګړه ماران ورغلي دي. ښاغلي غني دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې ۲۲ ترهګريزې ډلې فعالیت لري او ۲۰۱۷ کال یې د داعش د نابودولو کال بللی و.

XS
SM
MD
LG