د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان روبات جوړوونکو د مصنوعي ساه اخیستلو ماشین نندارې ته وړاندې کړ


د افغانستان د انجونو د روبات جوړوونکو د ډلې غړو د دوشنبې په ورځ جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) په هرات ولایت کې د مصنوعي ساه اخېستلو ماشین (وېنتلاتور) نندارې ته وړاندې کړ.

دغه ماشین د امریکا د ماساچوست د ټکنالوژۍ انسټېټوټ د طرحې له مخې د ځوانو انجونو په لاسونو جوړ شوی دی.

د "ډیجېټل سېټزن فنډ" د مؤسسې مشره رویا محبوب وایي چې دغه ماشین د تنفس د شمیر د تنظیمولو او د فشار د سرعت وړتیا لري.

د روبات جوړوونکو ډلې غړي وایي چې دوي د کروناویروس له امله د قرنطین په ورځو کې نه یوازې وېنتلاتور جوړ کړی بلکې د میکروب ضد دوا پاشلو دوه ماشینونه یې هم جوړ کړي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي ددغو ماشینونو نندارې ته تللی و. هغه د ټیم غړو ته د حکومت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان حکومت او نورو معتبرو روغتیايي ادارو د کروناویروس ناروغانو د درملنې لپاره د دغې ډلې د مصنوعي ساه اخېستلو ماشین د کارولو رسمي اجازه نه ده ورکړې.

د عامې روغتیا وزارت د افغان انجونو له نوښت څخه هرکلی کړی خو یادونه یې کړې چې دغه ډول ماشینونه دې باید د هغو انجنیرانو لخوا جوړ شي چې په طبي-بیولوژي کې تخصص لري.

XS
SM
MD
LG