د بلاروس له لارې پولنډ ته د کډوالو د اوښتو پر سر ناندرۍ هره ورځ مخ په زیاتېدو دي.
دوه افغانان چې له همدې لارې نه پولنډ ته اوښتي د خپل سفر تجربه شریکوي. دواړه اوس په روغتون کې بستر دي او د خپل هویت د نه افشا کېدو په شرط خبرو ته حاضر شوي دي.
دوي وايي چې د افغان حکومت له پرځېدو مخکې یې په روسیې کې زده کړې کولې او له بدلونونو وروسته یې اروپا ته د سفر نیت وکړ.
یو کډوال ویلي چې "طالبانو ویل که مې وموندلې نو وژنم دې. ځاي به دې پېدا کړو او وبه دې وژنو."
دغه افغانان وايي چې مزل یې هغه وخت ختم شو چې کله دوي د پولیسو لخوا ونیول شول. د اسوشېټډ د خبري آژانس خبریالانو هڅه وکړه چې د پېښې په اړه له پولیسو نه معلومات واخلي خو پدې کار کې بریالی نشول.
د پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته دغه دواړه افغانان د ستړیا او کمزورۍ له کبله روغتون ته ولېږدول شول.
بل افغان کډوال چې نوم یې ذکر شوی ندی ویلي: "په ځنګله کې هوا ډېره سړه وه، ډېره زیاته سړه وه. اوبه نه وې موږ هلته ډېر پاتې شو خو ترې ژوندي ووتلو. پښې مې له کاره لوېدلې وې."
دواړه افغانان اوس پدې فکر کوي چې له پولنډ نه کوم هېواد ته ځانونه ورسوي. دوي په جرمني کې خپلوان لري او غواړي چې هغه هېواد ته ولاړ شي او په درس ویلو سربېره نوی ژوند جوړ کړي.
یو یې ټینګار کړی چې اوس "افغانستان ته بېرته تللی نشم ځکه چې هلته څوک نلرم."
له پولنډ نه د ویستل کېدو د قطعي شونتیا د مخینوي لپاره دواړه افغان کډوال باید په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړي. دوي پرېکړه کړې چې خپل درخواستونه اړوندو ادارو ته وسپاري.
د افغان کډوالو معالج ډاکټر ارسلان آزادین له تېرو څلوېښتو کالو نه راپدېخوا په پولنډ کې ژوند کوي. داکټر ارسلان له افغان کډوالو سره خواخوږي ښيي خو د هغوي سخت سفر ته په کتو غوره ګڼي چې دوي دې باید په افغانستان کې پاتې شوي واي.
ډاکټر ارسلان زیاتوي که دی د افغان کډوالو اوسنی وضعیت پرتله کړي نو ویلی شي چې "دوي له جنت نه دوزخ ته راغلي دي...او یقیناً چې پایله یې مرګ دی."