د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي مصالحې عالي شورا: د جمهوریت نظام نه بدلیدونکی دی


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د جمهوري نظام او د ټاکنو له لارې واک ته د رسېدلو پرته، نور ټول مسایل د مذاکرې وړ دي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي چې د دوشنبې په ورځ یې د ځوانانو او سولې په نوم یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې په افغانستان کې جمهوري نظام د بدلولو وړ نه دی او د سولې په مذاکراتو کې به د افغان دولت پلاوی په دې تړاو حتی بحث کولو ته حاضر نشي.

ښاغلي سعادتي وویل چې د مذاکراتو په جریان کې د نظام نوم، محتوا او واک ته د رسېدلو د میکانیزم په تړاو بحثونه به له جنجالي مسایلو څخه وي.

هغه وویل: "د نظام څرنګوالی، د نظام د جمهوریت او اسلامیت له اصل پرته، نور مسایل یې د بحث او مذاکرې وړ دي او دلته تاسې فکر کولی شئ ترڅو داسې یو نظام ولرو چې تلپاتې سوله رامنځ ته کړي".

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال زیاته کړه چې د سولې د مذاکراتو په اجنډا کې د افغان دولت مرکچي پلاوي اوربند ته لومړیتوب ورکړی، خو طالبانو اوربند ته د اجنډا په پای کې ځای ورکړی، چې د هغه په وینا دا واټن به د سولې مذاکرات له ننګونو سره مخامخ کړي.

د افغانستان دولت د سولې د مرکچي پلاوي غړي محمد امین احمدي په دې غونډه کې وویل چې د طالبانو یو شمیر وړاندیزونه د افغانانو سیاسي او ټولنیز راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کوي.

هغه دا وړاندیزونه مشخص نه کړل خو وې ویل: "موږ غواړو چې د جمهوري نظام پر اساس هېواد مدیریت او اداره شي او طالبان لا هم په سمه توګه چمتو شوي نه دي چې په محسوس او معناداره توګه د اماراتو له مسلې څخه واوړي".

ښاغلي احمدي زیاته کړه که افغان دولت او طالبان په خپلو دریځونو باندې ټینګار وکړي د مذاکراتو نتیجه به د دواړو خواو لپاره ناکامي وي.

د افغان دولت او طالبانو په دریځونو کې دې واټن ته په پاملرنې، سولې ته د رسېدو لپاره دواړوه خواوې څه مسولیتونه لري؟

د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاو په قطر کې له اتیا ورځې لانجمنو بحثونو وروسته د روان لمریز کال د لیندۍ/قوس میاشتې په دولسمه د سولې د مذاکراتو پر کړنلارې توافق ته ورسېدل او له هغې وروسته یې د دغو مذاکراتو پر اجنډا باندې ابتدايي بحثونه پیل کړل.

تېره اونۍ دواړو خواو په یوې ګډې اعلامې کې د مذاکراتو د اجنډا په تړاو د سلامشورو لپاره د سولې د خبرو بهیر د مرغومي/جدي تر پنځلسمې وځنډول.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ټینګار کړی چې د مذاکراتو دغه بهیر باید په ټاکلې نېټې بېرته پیل شي.

XS
SM
MD
LG