د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پارلمان له IMF نه د ۲۲۹ میلیون ډالرو پور اخیستل تصویب کړ


د افغانستان د پارلمان ودانۍ
د افغانستان د پارلمان ودانۍ

د افغانستان پارلمان له کروناویروس سره د مبارزې لپاره له نړیوال مالي صندوق (IMF) څخه د ۲۲۹ میلیون ډالرو د پور اخیستلو په تړاو د افغان حکومت وړاندیز تصویب کړ.

په پارلماني چارو کې د افغانستان د دولت وزارت د شنبې په ورځ د جون په ۱۳مه (غبرګولي ۲۴) ویلي چې له نړیوال مالي صندوق څخه د ۲۲۹ میلیون ډالرو د پور اخیستلو وړاندیز د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ګډ کمېسیون له خوا د رایو په اکثریت تائید او نهايي شوی دی.

د دغه وزارت په فیسبوک پاڼه کې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي: " په پارلماني چارو کې د دولت وزیر د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له ګډ کمېسیون څخه د زړه له تله مننه کوي چې له کرونا نړیوال افت سره د اغیزناکې مبارزې په برخه کې يې دا مهم ګام واخیست او د دولت د ټاکل شویو ملي موخو په ترلاسه کولو کې یې خپل ملي سهم ادا کړ".

په اعلامیې کې دغه راز ویل شوي چې نړیوال مالي صندوق د دې پور په بدل کې له افغان دولت څخه هیڅ ډول ټیکټانه نه اخلي او که په راتلونکو لسو کلونو کې د اقتصادي ستونزو له امله دا پور ادا نه کړي نو ۲۰ فیصده ورته بخښل کېږي.

د افغانستان دولت له نړیوال مالي صندوق څخه د میلیونونو ډالرو د پور اخیستلو دا وړاندیز په داسې حال کې کوي چې په دغه هېواد کې له کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې په شفافه توګه د نړیوالو مرستو په مصرفولو کې اندېښنې موجودې دي.

له دې وړاندې نړیوال مالي صندوق اعلان کړی و چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د افغانستان په ګډون له هغو ۲۵ هېوادونو سره ۵۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي چې اقتصاد یې کمزوری دی.

په عین حال کې د افغانستان د مالیې وزارت ویلي چې جرمني له کروناویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ۵.۷۷ میلیارده افغانیو د مرستې ژمنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په خپل ټویټر کې لیکلي: "دا مرستې به د کروناویروس له امله رامنځته شوي اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته د رسیدنې لپاره د ملي بودجې له لارې او له ملي بودجې څخه بهر په مصرف ورسېږي".

د مالیې وزارت دا مرستې له افغانستان سره د جرمنې د دوه اړخیزو همکاریو د دوام یوه برخه بللې ده.

په افغانستان کې د کروناویروس د وبا له خورېدو وروسته ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو د دغه ویروس د کابو کولو په هدف له افغان حکومت سره د پیسو او طبي وسایلو مرستې وکړې.

له دې شمیرې نړیوال بانک له افغانستان سره د ۱۰۴ میلیون ډالرو، اروپايي ټولنې د ۱۱۷ میلیون ایرو، د اسیا پراختیايي بانک د ۴۰ میلیون ډالرو او امریکا د ۱۸ میلیون ډالرو د مرستې ژمنې کړې دي.

دغه راز د چین، قطر او هند په ګډون یو شمیر نورو هېوادونو او بنسټونو په افغانستان کې له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د طبي وسایلو او خوراکي موادو مرستې وکړې.

XS
SM
MD
LG