د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان په امریکا کې د جنسي تیري په تور ونیول شو


ذبیح الله مهمند ویلي چې د نړۍ د سیل په لړ کې متحده ایالاتو ته راغلی او معلومه نده چې په نویو کډه شویو افغانانو کې دی که نه.
ذبیح الله مهمند ویلي چې د نړۍ د سیل په لړ کې متحده ایالاتو ته راغلی او معلومه نده چې په نویو کډه شویو افغانانو کې دی که نه.

د امریکا د مونټانا ایالت د عامې روغتیا او بشري خدماتو ریاست وایي یو افغان ځوان په یوې نجلۍ د جنسي تیري په تور نیول شوی.

د جین دو په نامه نجلۍ ادعا کړې چې ۱۹ کلن افغان ځوان ذبیح الله مهمند د تیرې یکشنبې په شپه د میزولا په ښار کې په یو هوټل کې پرې جنسي تیری کړی.

خو ښاغلی مهمند وایي دا نجلۍ پخپلې خوښې د هغه سره یو ځای شویده.

دغه میرمن د عامې روغتیا او بشري خدماتو د ادارې لخوا تازه د کډوالو سره د مرستې او ځای پر ځای کیدو په چارو کې ګمارل شوې وه.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې د ماریوټ هوټل کارکوونکو سهار ۴:۱۵ په هغې کوټې کې غالمغال واورید چې دغو دواړو کسانو پکې شپه تیره کړې وه.

میرمن دو د سهار په ۴:۳۰ د میزولا پولیسو ته زنګ وواهه او په ښاغلي مهمند یې تور پورې کړ چې په هغې یې جنسي تیری کړی.

دې اتلس کلنې نجلۍ همدارنګه ویلي چې د مهمند او ۲ نورو کسانو سره په میخانې کې مخامخ شوه او وروسته د مهمند سره یو ځای هوټل ته ولاړه.

دا میرمن وایي ذبیح الله مهمند د هوټل په خونې کې په زور په هغې جنسي تیری کړی خو ښاغلي مهمند ټینګار کوي چې جنسي مقاربت د دواړو په خوښه شوی.

د مونټانا والي په فدرالي حکومت غږ کړی چې پدې ایالت کې د افغان کډوالو ځای پر ځای کول دې تر هغې وځنډول شي تر څو پورې چې تازه راغلي افغان کډوال په دقیقه توګه نه وي ارزیابي شوي.

ذبیح الله مهمند ویلي چې د نړۍ د سیل په لړ کې متحده ایالاتو ته راغلی او معلومه نده چې په نویو راکډه شویو افغانانو کې دی که نه.

ټاکل شوې ښاغلی مهمند د نومبر د میاشتې په لومړۍ نیټې محکمې ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG