د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په کروناویروس اخته شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د کووید۱۹ په ناروغۍ اخته شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار، رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې د ښاغلي فیروز د کروناویروس معاینه مثبته ده.

ښاغلي مایار د پنجشنبې په ورځ می ۷ (غوایي ۱۸) وویل چې له څو ورځو راهیسې ښاغلي فیروز د کووید۱۹ ناروغۍ په څیر علایم او اعراض درلودل او په قرنطین کې و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند د ښاغلي فیروز روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی دی.

د وروستیو شمیرو له مخې په افغانستان کې په کروناویروس باندې د اخته کسانو شمیر ۳۵۶۳ تنو ته رسیدلی چې ددې جملې نه ۱۰۶ کسان پدې وجه مړه شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې اوس د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانس هاپکینزد پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د پنجشنبې ورځې تر غرمې د مې اومه (غويي ۱۸) پورې په ټوله نړۍ کې ۲۶۳زره او ۸۶۱ تنه مړه کړي او څه باندې درې میلیونه او ۷۵۴زره ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG