د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې له څلورسوو زرو څخه زیات د بې اسنادو کډوالو نومونه ثبت شوي


پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د اګسټ میاشت کې د نږدې اوو سوو زرو قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو نوم لیکنه پیل کړې ده.
پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د اګسټ میاشت کې د نږدې اوو سوو زرو قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو نوم لیکنه پیل کړې ده.

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د روان عیسوي کال د اګسټ په میاشت کې په پاکستان کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو پرته د میشتو افغانانو د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه تراوسه د څلور سوو زرو څخه د زیاتو افغانانو نومونه ثبت شوي دي.

ددغه وزارت ویاند حفیط احمد میاخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته د میشتو افغانانو نوم لیکنه د یوویشت ټیمونو له خوا پرمخ وړل کیږي.

ښاغلي میاخیل وویل " په پاکستان کې د اوسیدانې د اسنادو پرته د افغانانو د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه تراوسه د نوم لیکنې په ۲۱ مرکزونو کې څلور سوه څلوارلس زره او پنځه سوه شپږ اویا تنو نومونه لیکل شوي دي. په دې ډله کې ۱۶۷۳۱۹ تنه یې سړي، ۱۴۵۷۰۳ تنه یې ښځې او ۱۴۴۰۵۴ یې ماشومان دي ".

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وایي چې په پاکستان کې څه باندې یو میلیون او نهه سوه زره افغانان دیره دي، چې د دغه شمیرتر اوو سوو زروپورې یې قانوني اسناد نه لري.

پاکستان حکومت د مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی او ایم" په مرسته په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو پرته د میشتو افغاناو د نوم لیکنې یوه شپږ میاشتنې لړۍ پیل کړه چې د راتلونکي عیسوي کال په لومړیو کې به بشپړه شي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستندیدونکو چارو وزارت وایي چې د اوه سوو زرو قانوني اسنادو پرته افغانانو سربیره یو میلیون او څه باندې دوه سوه زر نور افغانان په پاکستان کې د مهاجرت په قانوني اسنادو ژوند کوي.

افغان حکومت د ایران سره هم یوه ورته موافقه کړې چې له مخې یې ایران حکومت هغو افغانانو ته چې په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو پرته اوسیږي په افغان پاسپورټونو باندې د اوسیدانې ویزې ورکوي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو وزارت چارواکي وايي پر دغه موافقه سم عمل نه دی شوی.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویاند حفیظ احمد میاخیل وايي په ایران کې اتیا زره افغان ماشومان چې کورنیو یې د اوسیدانې قانوني اسناد نه لرل د زده کړو لپاره یې نومونه ثبت شوي چې کورنیو غړي یې هم ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG