د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د کب ۲۷ مه د خبریال د ورځې په توګه لمانځي


په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې شاوخوا شل افغان خبر یالان د تاوتریخوالي په پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې شاوخوا شل افغان خبر یالان د تاوتریخوالي په پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د افغانستان کابینې د سه شنبې په ورځ ( کب ۱۴ مه) د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په یوه غونډه کې د کب د میاشتې ۲۷ مه د افغان خبریالانو د کړنو د درناوي لپاره د خبریال د ملي ورځې په توګه ونوموله اودغې ورځې لمانځل یې په ملي کلیزه کې شامل کړل.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا ته وویل، د سه شنبې د ورځ د کابینې په غونډه کې د خبریال د ملي ورځې د نومولو وړاندیز د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا وړاندې شو، چې کابینې هم ددغه وزارت وړانديز تائید کړ.

د افغان خبریالانو ټولنو د کابینې له خوا د کب ۲۷ مه د خبریال د ملي ورځې په توګه د نومولو وړاندې د تیرو دوو کلونو راهیسې دا ورځ د خبریال د ورځې په توګه لمانځي.

د بې پولي راپور ورکوونکو سازمان " ارایس ایف" د ۲۰۱۸ کال د راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو د خونړي هیواد په توګه پیژندل شوی دی.

د دغې ادارې د راپور له مخې په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې پنځلس خبریالان وژل شوي وو.

خو د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې " نی" د راپور له مخې په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۲۰ افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د " نی" د راپور له مخې په تیرو اولس کلونو کې د دوو بهرنیو ښځینه خبریالانو په ګډون دولس خبریالې وژل شوي دي.

د "نی" د ادارۍ مشر مجیب خلوتګر نن د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د ناامنیو پراخیدو د ښځینه خبریالانو په کار ډیره اغیزه کړې، چې له امله یې د تیرو کلونو پرتله په رسنیو کې د ښځو شمیر را کم شوی دی.

ښاغلي خلوتګر وویل، چې اوس مهال د افغانستان په پنځه ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله نشته دی.

په افغانستان کې د امنیتي ستونزو سره سره دا هیواد اوس هم د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې د سیمې د هیوادونو پرتله په ښه وضعیت کې ولاړ دی.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان " آرایس ایف" د ۲۰۱۸ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې د دغه سازمان د تیرکال درجه بندۍ پرتله دوه درجې پورته تللی او په دغه لیست کې یې ۱۱۸ ځای خپل کړی دی.

تیرکال افغانستان د "آرایس ایف" په نړیوال لیست کې ١٢٠ هیواد وو.

د بې پولې خبریالانو سازمان " آرایس ایف" وايي، په افغانستان کې مخ په خرایبدونکي امنیتي وضعیت سره سره افغان خبریالان د خپلو حقونو او خپلواکۍ په برخو کې د ثابت قدمې له امله د ستایلو وړ دي.

خو "آرایس ایف" اندیښنه ښودلې، چې د امنیتي وضعیت خرابیدلو په افغانستان کې پر ښځینه خبریالانو مخامخ اغیزه پریښې ده.

" آرایس ایف" په افغانستان کې د حکومت او رسنیو د استازو ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې جوړیدو ته اشاره کړې او د حکومت او رسنیو ترمنځ د دغې کمیټې میاشتنۍ غونډې یې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او ستونزو په لرې کولو کې اغیزمنې بللې دي.

د بې پولې راپورورکوونکو سازمان وايي، دغې کمیټې په روان میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي او ګواښونو په لسګونو دوسیې حل کړي دي.

XS
SM
MD
LG