د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې له زده کړو محرومو نجونو حکاکۍ ته مخه کړې


په هرات کې یو شمیر میرمنو حکاکي پیل کړې ده او د لرګیو پر مخ ښکلي ګلان کاږي، وایي، په دې کار کې یو څه د ارامۍ احساس کوي.

وروسته له هغه چې طالبانو په بیلا بیلو برخو کې د ښځو او نجونو په کار او زده کړو بندیزونه ولګول، ځینو میرمنو په کوچنیو موسسو او کورونو کې لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.

دغو میرمنو چې د مجبوریت له مخې یې خپل قلمونه ایښي، پر ځای یې د توږلو او حکاکۍ وسیلې رااخیستي دي. دوی په یوې داسې موسسه کې په کار بوختې دي چې یوازې ښځې په کار ګماري.

پخوانۍ محصله روبینه یوسفي چې اوس په هرات کې د حکاکۍ په زده کړه بوخته ده، وايي: "له بده مرغه له کله نه چې د زده کړو دروازې زموږ پر مخ وتړل شوې، موږ د يو کار په لټه کې وو، تر څو خپل ذهن له ژورخپګان څخه وساتو. الحمدالله دلته کار د دې سبب شو چې له هغه حالته ځان وباسو او د خپل هیواد په دې ښکلي لرغوني هنر کې بوختې شو."

میرمن یوسفي د هرات په پوهنتون کې زده کړې کولې. هغه وايي د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو له تړل کېدو وروسته یې یو سخت کال پر کور تیر کړ.

اوس دغه میرمنې وېره لري چې هسې نه طالبان دغه موسسه هم د دوی پر مخ بنده کړي.

د حکاکۍ طرحه جوړوونکې اسما کروخي وايي، کله چې پوهنتونونه وتړل شول، میرمنې له ژور خپګان سره مخ وې.

هغه زیاتوي: "نو له همدې امله موږ دې کار ته مخه کړه. موږ هیله لرو چې دا ورکشاپ بند نه شي ځکه چې دلته ټولې کارکوونکې میرمنې دي."

پر لرګیو د ګلانو او انځورونو کاږل د افغانستان یو لرغونی هنر دی، چې له پیړیو راهیسې پالل شوی او اوس د بندیزونو سره مخ افغانې مېرمنې ددغه هنر د پاللو ترڅنګ، په دې چاره کې خپل بایللی ارام لټوي.

XS
SM
MD
LG