د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار په هوایي عملیاتو کې "شپږ ملکي" کسان وژل شوي


د ملکي وگړو مرگ ژوبله - عکس ارشیف
د ملکي وگړو مرگ ژوبله - عکس ارشیف

د افغانستان د ننگرهار ولایت دولتي چارواکي وایي پدې ولایت کې د هوایي عملیاتو په نتیجه کې شپږ ملکي وگړي په سهوه کې وژل شوي دي.

د ننگرهار والي ویاند عطاالله خوگیاڼي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.

هغه همداشان وویل چې د شیرزاد ولسوالۍ د جمعې د شپې پدغو عملیاتو کې لس وسله وال یاغیان هم وژل شوي دي.

د ښاغلي خوگیاڼي په وینا کله چې د یاغیانو پر مرچلو باندې عملیات پای ته ورسیدل د پیښې پر ځای کې یو موټر حرکت وکړ، امنیتي ځواکونو گمان وکړ چې دا به وسله وال طالبان وي چې تښتي، پدې موټر یې برید وکړ او په کې ملکي کسان ووژل شول.

په ننگرهار کې د امریکا غږ خبریال وایي ددغو عملیاتو په غبرگون کې د شیرزاد ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو ددې مرگونې پیښې مړي د ولایت مرکز ته راوړي دي.

د افغانستان په ختیځ کې په ځانگړې توگه په ننگرهار کې د طالبانو او داعش په گډون یو شمیر یاغي ډلې فعالیت لري.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په زیاتیدو په ځانگړې توگه د روژې په میاشت کې اندیښنه څرگنده کړې ده.

دغې اعلامیې د افغانستان په مختلفو ځایونو کې د ملکي وگړو مرگ او همداشان د روژې د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په کابل کې د ملکي وگړو مرگ ژوبلې او ددې ښار په یو جومات کې پروني برید ته په اشارې ویلي چې ددغو پیښو په هکله پلټنې کوي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي پدغه اعلامیه کې ویلي دي: "په ملکي اهدافو باندې عمدي بریدونه هیڅکله د توجیه وړ ندي او کیدای شي جنگي جنایت وگڼل شي."

XS
SM
MD
LG