تېر کال په افغانستان کې د جمهوریت نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس ډیر افغانان وطن پریښودو ته اړ شول چې په دې کې شاوخوا ۴۰۰ تنه یې جنوبي کوریا ته تللي دي او په هغه هېواد کې یې نوی ژوند پیل کړیدی.
۳۸ کلن شاپور احمد عظیمي دا یو کال کیږي چې له خپلې کورنۍ سره په جنوبي کوریا کې مېشت شوی دی.
هغه وايي، له افغانستان څخه له وتلو وروسته داسې احساس کوي چې هر څه یې بایللي دي،راتلونکي ورته تیاره ښکاري او "خدای خبر چې بیرته به کله ځي".
جنوبي کوریا د هغو افغانانو په ایستلو کې مرسته کړې چې په افغانستان کې یې د جنوبي کوریا په پروژو کې کار کړی و.
شاپور احمد عظیمي وايي: "زه اوس تېر وخت نه یادوم. اوس مې ټول پام د نن وخت او ژوند ته اړولی دی. ما دلته اوس یو نوی ژوند شروع کړی دی".
شاپور عظیمي چې د کابل د یو معتبر پوهنتون د ژورنالیزم له څانګې له فراغت وروسته یې په افغانستان کې د جنوبي کوریا له يوې مرستندویه پروژې سره کار کړی؛ دا وخت د پلاستیکو په یوه فابریکه کې کار کوي.
هغه په جنوبي کوریا کې له امنیتي وضعیت څخه خوښ دی او وايي لور یې په ارام زړه ښوونځي ته ځي، خو د یوې نوې ټولنې له کلتور او دودونو سره ځان آشنا کول ورته ننګونه ده.
په جنوبي کوریا کې د بهرنیو اتباعو شمیر ډېر کم دی او بهرنیان ددې هېواد د نفوس یوازې درې سلنه جوړوي او داسې ویل کیږي چې د افغانانو په راتګ هم دلته ناخوښي ښودل شویده او په ښوونځیو کې د افغان شاګردانو په شاملولو احتجاج هم شوی دی.
عظیمي هم له دې موضوع خبر دی، خو وايي: "دا عادي خبره ده. په نورو ملکونو کې هم د اجنبیانو سره داسې چلند کیږي".
جنوبي کوریا ته رسېدلي افغانان چې د کوم بل مشکل سره مخ دي هغه د کوریايی ژبې سره نا اشنايي ده. عظیمي وايي په کار کې له خپلو همکارانو سره په افهام او تفهیم کې ستونزه لري.
هغه زیاتوي: "دا دی زموږ دلته قریب شپږ میاشتې کیږي چې دې فابریکه کې کار کوو او نن هم د خپلو همکاریو سره په خبرو کې مشکل لرو".
که څه هم د دولت له لوري کډوالو ته د ژبې د زده کړې وړیا صنفونه وړاندې کړي، خو دغه کډوال وايي، باید کار وکړي او صنف ته د تللو دپاره وخت نه مومي.
رحمت الله رحمت چې په افغانستان کې ژباړونکی و، او اوس له شاپور عظیمي سره یو ځای په جنوبي کوریا کې د پلاستیکو په فابریکه کې کار کوي، خپل کاري تقسیم اوقات په ګوته کوي او وايي، هر ورځ له اوږدو ساعتونو کار وروسته ورته د ژبې د زدکړې دپاره وخت او حوصله نه پاتې کیږي.
هغه افغانان چې جنوبي کوریا ته رسیدلي ډیر کم پکې داسې دي چې د خپلې سابقې او تجربې سره سم کارونه او وظیفې ورته پیدا شوي وي. ډیری یې په نوي مسلک او محیط کې کار کولو ته مجبوره شویدي.
خو د دې ټول مشکلاتو او سختیو باوجود عظیمي وايي چې دوی په نږدې وخت کې بیرته افغانستان ته د ستنېدلو نیت نه لري او غواړي چې همدلته د خپلو بچو دپاره پاتې شي.