د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لوی درستیز: افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل کیدو احتمال شته


د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي
د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي

د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي کیدای شي په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي او پدې هیواد کې د تروریستي ډلو د بیا رامنځته کیدو لپاره شرایط برابر کړي.

د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو سره جوخت د طالبانو ډلې په چټکۍ دغه هیواد ونیوه او یواځې د پنجشیر په ولایت کې د مقاومت سره مخامخ شوی دی.

د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز د فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې وویل: "زما پوځي اټکل....دادی چې اوسنی وضعیت ښایي په یوې کورنۍ جګړې واوړي."

دغه لوړپوړي امریکایي جنرال زیاته کړه چې پداسې شرایطو کې د القاعده شبکې او داعش په څیر تروریستي ډلې به په یو، دوو یا دریو کالونو کې ددې فرصت ولري چې بیا په پښو ودریږي او وده وکړي.

د القاعده شبکې له لورې په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د تروریستي بریدونو وروسته متحده ایالاتو د طالبانو رژیم ړنګ کړ. امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې یې له طالبانو سره د سولې موافقه لاس لیک کړ او د تېرې میاشتې په ۳۱ نېټه یې په افغانستان کې یخپل شل کلن ماموریت پای ته ورسوه.

لویدیځ حکومتونه اندیښنه لري چې افغانستان یو ځل بیا د افراطي ډلو په ځاله بدل نشي چې پر دغو هیوادونو باندې بریدونو ته لیوال دي.

له دې سره سره متحده ایالاتو ویلي چې په ترهګرو ډلو باندې به په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د دوحې د موافقې په اساس طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان د خاورې څخه به د امریکا او لویدیځ په ضد د بریدونو د طرحه کولو او انجامولو لپاره کار نه اخیستل کیږي. خو د کابل له نیولو او د داعش د بندیانو له ازادولو وروسته ددې ډلې د اقداماتو په اړه شکونه پیدا شوي دي.

د امریکا د مرکزي ځواکونو د قوماندانۍ قوماندان کنیټ مک‌کینزي ویلي دي: "زمونږ ارزونه داده چې ښایي لږ تر لږه د داعش ۲۰۰۰ غړي موجود وي، چې البته یو شمیر یې د هغو زندانونو څخه ازاد شوي چې څو ورځې مخکې یې دروازې [د طالبانو له لورې] پرانستل شوې."

یو شمیر استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې د طالبانو او داعش ترمنځ د ښمنۍ سره سره که د طالبانو د اجنډا په ګټه وي. دا ډله به د داعش خراسان له څانګې څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG