د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله : ترهګرۍ سره مبارزې په اړه د پاکستان دریځ نه دی بدل شوی


اجرائیه ریاست وايي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې نن د ښاغلي عبدالله سره کتلي دي.
اجرائیه ریاست وايي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې نن د ښاغلي عبدالله سره کتلي دي.

په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس نن د دوشنبې د ورځې غرمه مهال اسلام باد ته رسیدلی، د افغانستان اجرائیه ریاست وایي عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې میرمن الیس ویلز سره په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې د پاکستان د رول په اړه خبرې کړي.

اجرائیه ریاست په یو بیان کې ویلي چې عبدالله عبدالله د خپل کار په دفتر کې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې میرمن الیس ویلز سره په کتنه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې او په دې برخه کې د پاکستان په همکارۍ خبرې کړي دي.

دا بیان وایي، اجرائیه رئیس میرمن ویلز ته ویلي چې افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان وروسته تراوسه د پاکستان په سیاست کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

په دغه بیان کې د ښاغلي عبداله له خولې ویل شوي" باید پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې، د ترهګرو د پناه ځایونو له منځه وړلو او د سولې بهیر په برخه کې افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي".

اجرائیه رئیس دغې امریکایي چارواکې ته ویلي چې د ترهګرو د پناه ځایونو مسلې ته د حلد موندلو پرتهسولې ټینګیدلیو سخت کار دی.

د اجرائیه ریاست له خوا په دې خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ترهګرۍ سره په مبارزه کې د خپل هیواد د مرستې ژمنه تازه کړې او اسلام اباد ته د امریکا د دفاع وزیر سفر ته په کتنې یې ویلي چې پاکستان نه یوازې دا چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هیڅ مرسته نه ده کړې بلکې د لښکر طیبه مشر حافظ سعید یې هم له بند څخه خوشې کړی دی.

میرمن ویلز ویلي چې امریکا د پاکستان د دریځ بدلیدل غواړي او د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د دغه هیواد همکاري غواړي.

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس پاکستاني چارواکو سره د ترهګرۍ د مسلو په ګډون د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه د دخبرو لپاره نن غرمه اسلام اباد ته رسیدلی دی.

چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزې غونډې

د بلې خوا د د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شيجوننن په ارګ کې د جمهوررئیس غني سره کتلي او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې غونډې د جوړیدو په هکله یې ورسره خبرې کړي دي.

د ارګ په بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني د چین له لوري د درې اړخیزه غونډې جوړول د سیمې د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره ګټوره بللې او ویلي دي، افغانستان به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

همداشان د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي په دې کتنه کې جمهوررئیس غني ته د د شانګهای همکاریو سازمان راتلونکې غونډه کې د چین د جمهوررئیس بلنه هم سپارلې چې ښاغلي غني هم منلې ده.

XS
SM
MD
LG