د لاس رسي وړ اتصالات

دعبد الله بختاني جنازه خاورو ته وسپارل شوه


د سر څېړونکي عبد الله بختاني خدمتګار جنازه د یکشنبې په ورځ سهار لس بجې د جلال اباد شیرزي لوبغالي کې وشوه چې افغانستان وتلو لیکوالانو او ادب د لارې په سلګونو لارویانو پکې ګډون کړی و.

سرڅېړونکی عبدالله بختانی پرون شنبه د درې نوي کلونو په عمر وفات شو .

بختانی په پښتنو کې د ویښو زلمیانو د غورځنګ وروستی غړی ګڼل کیده.

هغه په خپل ژوند له سلو ‌‌‌‌‌‌ډېرعلمي او تحقیقي کتابونه لیکلي وو.

جنازه کې د ولسمشر سلاکار او کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون وویل" د بختاني مړینه د پښتو ژبې او ادب لپاره یوه لویه ضایع ده خو د خدمتګار کړي خدمتونه به هیڅکله هیر نه شي، هغه روان کیسه لیکونکی، د اثارو تصحیح کوونکی او مورخ و."

جنازه یې د یکشنې په ورځ د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ په پلرنۍ هدیره بختان کې خاورو ته وسپارل شوه.

سرمحقق بختانی خدمتګار د پښتو ټولنې او د افغانستان د علومو اکاډیمۍ غړی و.

او همدا شان د کابل پوهنتون استاد پاتې شوی.

هغه د زيري جريدې او د هېواد دولتي ورځپاڼې مسؤول مدیر په توګه کار کړی وو او هم د ننګرهار او پکتیا مجلو مشري کړې وه.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې د مرحوم خدمتګار په مړینه خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي عبدالله ویلي " استاد عبدالله بختاني خدمتګار لسګونه کاله د پښتو او دري ژبې لپاره د خدمت مټې را نغاړلې وې او د علومو اکاډمۍ په اډانه کې یې د پښتو ادبیاتو او ګټورو عملي اثارو په لیکلو کې یې د پام وړ هڅې وکړې".

اجرائیه رئیس ویلي،چې د پښتو ادبیاتو لپاره د استاد بختاني هڅې او هاند د هېرولو نه دي او له شک پرته چې مړینه یې د پښتو او دري ادب لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.

XS
SM
MD
LG