د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو پلاوی د افغان بندیانو د وضعیت ارزولو لپاره ایران ته ولاړ


د طالبانو حکومت د لوی څارنوال شمس الدین پهلوان په مشرۍ یو طالب پلاوی د افغان بندیانو د وضعیت ارزولو په هدف نن جمعه فبرورۍ ۲۴ (کب پنځمه) ایران ته ولاړ.

د طالبانو حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني نن جمعه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو دغه پلاوی به د افغان زندانیانو د وضعیت او هیواد ته د هغوی د انتقال په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه پلاوي کې د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو ادارې عمومي رئیس محمد یوسف مستري او یو شمېر نور طالب چارواکي هم شامل دي.

که څه هم تر دا مهاله په ایران کې د افغان بندیانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو ویل کیږي چې د دغه هیواد په زندانونو کې په زرګونه افغانان بندیان دي.

دا په داسې ده چې د افغانستان پخواني حکومت او ایران د زندانیانو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و چې پر اساس یې سلګونه افغان بندیان هم مهال افغانستان ته انتقال شول.

هغه مهال په کابل کې د ایران سفارت ویلي وو چې شاوخوا ۲۰زره افغانان په ایران کې بندیان دي چې له دې شمېرې د ۲۶۰۰ کسانو دوسیې بشپړې شوي او چمتو دي چې افغانستان ته یې وسپاري.

ویل کیږي چې ایران ته تلوونکي افغانان اکثر د قانوني اسنادو د نشتوالی او مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو له امله د ایران حکومت لخوا بندیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ایران حکومت لخوا د یو شمېر افغان بندیانو د اعدام راپورونه هم ورکړل شوي و.

تر دې مخکې د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو ویلي و چې سلګونه نور افغان بندیان د ایران په زندانونو کې د اعدام له سزا سرمخ دي.

د ایران حکومت هغه مهال ویلي و چې د افغانستان په زندانونو کې ۲۵ ایرانیان بنديان وو چې د دغو کسانو په لېږدولو سره ۱۵ تنه پاتې دي.

XS
SM
MD
LG