د لاس رسي وړ اتصالات

 
هند کې د اورګاډي په سټیشن کې د ټیل ماټیل په پیښه کې ۱۵ تنه مړه شوي

هند کې د اورګاډي په سټیشن کې د ټیل ماټیل په پیښه کې ۱۵ تنه مړه شوي


په هند کې د روغتون چارواکو ویلي چې ددې هیواد په پایتخت نوې ډهلي کې شنبه فبروري ۱۵ ( سلواغې ۲۷) ناوخته د اورګاډي په یو سټیشن کې د ټیل ماټیل په پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي او ګڼ شمیر نور ټپي شویدي.

مسؤلینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دې کسانو غوښتل د هندو مذهب یوې سترې مېلې ته ځانونه ورسوي.

د نوې ډهلي د لوک نایاک روغتون مسؤلې، ډاکټر ریتو سکسینا د فرانس پریس خبري اژانس ته د ۱۵ کسانو مړینه تائید کړې او ویلي چې ښایي اکثریت کسان د اکسیجن کموالي له کبله مړه شوي وي خو زیاته یې کړه چې د طبي معایناتو وروسته به د مړینې اصلي علت څرګند شي.

ډاکټر سکسینا وویل، " یوولس کسان ژوبل شوي هم دي چې د اکثریتو وضعیت یې ښه دی او یوازې د هډوکو زخمونه لري".

د هند صدراعظم نریندرا مودي په پیښه خفګان څرګند کړی او د مړو شویو کسانو د کورنیو غړیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې. ښاغلي مودي د اکس په شبکې کې همدارنګه ویلي چې د ټپي شویو لپاره د عاجلې شفا دعا کوي.

د چارواکو له خولې ویل شوي چې دا کسان د کومبه میلې ته روان و چې له تیرو پنځو اوونیو روان دي او ټاکل شوې چې د همدې روانې فبروري میاشتې په ۶ مې پای ته ورسیږي.

د تنظیموونکو معلوماتو پر اساس پدې مراسمو کې نږدې پنځه میلیونه د هندو مذهب پیروانو برخه اخیستې وه.

دا لومړی ځل ندی چې پدې میلې کې خلک په ټیل ماټیل کې مړه کیږي. د جنوري په میاشت کې هم پدې مراسمو کې ټیل ماټیل شوی و چې لږ تر لږه ۳۰ تنه پکې مړه شوي و.

د ۲۰۱۵ کال او ۲۰۱۴ کال د جولای او جنوري په میاشتو کې د سپيڅلي سمندر په غاړه او ممبۍ کې په مذهبي مراسمو کې ۴۵ تنه مړه او ۴۰ نور ژوبل شول.

د فرانسې خبري اژانس وايي، چې د ۲۰۰۸ کال د اګست په میاشت کې د هند په شمالي ایالت هماچال پرادیش کې، په مذهبي مراسمو کې د غره د ښویدو د اوازې له کبله ټیل ماټیل کې ۱۵۰ عبادت کوونکي تر پښو لاندې مړه شول.

د همدغه کال د سپتمبر په ۳۰ نېټه بیا د چادپور په ایالت کې په مذهبي مراسمو کې، هغه مهال ۲۲۴ تنه مړه شول، چې د معبد لوړې تپي ته د رسېدو په هڅه کې یې ټیل ماټیل جوړ کړ.

د مدهیا پرادیش، راټنګر ښار، کمب میلا او بهار ایالتونو کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې په بېلا بېلو مذهبي مراسمو کې، لږ تر لږه ۲۰۱۹ کسان مړه شول او سلګونه نور ژوبل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG