د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانانو سره د یو سوداني مینه؛ د اسماعیل ابوبکر د ژوند کیسه


اسماعیل ابوبکر
اسماعیل ابوبکر

په فرانسه کې میشت یو سوداني کډوال چې ځان افغان بولي، د ډیرو افغانانو پام ځان ته اړولی دی.

اسماعیل ابوبکر په پښتو ژبه روانې خبرې کوي، د افغانستان دودیزې جامې اغوندي او په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان پر ټولنیزو مسایلو ویډیوګانې او نور مطالب خپروي

هغه کلونه وړاندې له سودان څخه فرانسې ته کډه شوی او هلته له افغانانو سره په ګډ اوسېدو یې نه یوازې پښتو ژبه زده کړې بلکې خپل کړه وړه یې هم د افغانانو په څېر کړي دي. په ټولنیزو رسنیو کې ډیری افغانان هغه د "کلیوال" او یا "تور افغان" په نومونو یادوي.

اسماعیل ابوبکر امریکا غږ ته وویل: "خلک ماته وایي، ته زموږ ورور یې ته زموږ تور افغان یې. زه هم ورته وایم چې ته زموږ سپین افغان یې."

هغه زیاته کړه: "افغانان ماته وایي، چې ته زموږ افغان یې. ورته وایم چې کاش زه افغان وای خو زه په ویاړ وایم چې زه افغان یم."

اسماعیل ابوبکر په شاوخوا دریو کلونو کې پښتو ژبه زده کړې ده. وایي په لومړیو کې د پښتو زده کړه ورته ډېره سخته وه خو د وخت په تیرېدو ورته دا چاره اسانه شوه.

اوس په پښتو ژبه روانې خبرې کوي او وايي کله ناکله د پښتو ژبې د ترجمان په توګه فرانسې ته د تازه تللیو افغان کډوالو سره مرسته هم کوي.

اسماعیل ابوبکر وویل: "هر څوک که په لومړیو کې یوه ژبه زده کوي، ډېره سخته وي خو که د یو چا یوه ژبه او یا بل څه خوښېږي، بیا هغه حتمن زده کوي. زه اوس ډېر خوشاله یم ځکه اوس هېڅ ستونزه نه لرم... ځینې افغانان چې د مهاجرت ادارې یا ډاکتر ته ولاړ شي، ماته زنګ کوي او زه یې ترجمه کوم. هغوی نه پوهېږي چې زه توری یم بلکې فکر کوي چې زه افغان یم."

اسماعیل ابوبکر له افغانستان سره مینې، د پښتو ژبې زده کړې او د افغاني لباس اغوستلو په فرانسه او اروپا کې د میشتو افغانانو تر منځ ډېر مشهور کړی دی.

هغه په فرانسه کې د افغانانو د دېرو په مجلسونو کې د ګډون برسېره د افغانستان اړوند کلتوري پروګرامونو او د خوښیو په مراسمو کې د افغانانو د کاله میلمه وي.

هغه ددغو غونډو ویډیوګانې او د افغانستان اړوند نور تفریحي مواد په ټولنیزو شبکو کې خپروي چې په زرګونو خوښوونکي لري.

اسماعیل ابوبکر څه موده وړاندې افغانستان ته تللی و چې د افغانانو د میلمه پالنې او مینې ګڼې کیسې له ځان سره لري او تصمیم لري چې په نږدې وختونو کې بیا افغانستان ته ولاړ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG