په روسیه کې یوې ۱۴ کلنۍ نجلۍ چې امیندواره شوې وه او له دې ډاریدله چې پلار او مور یې ددې پیښې نه خبر نشي، له زیږدیدو وروسته خپل ماشوم په یخچال کې کیښود تر څو مړ شي.
د روسیې دولتي رسنیو رپوټ ورکړی چې ددې نوي زیږیدلي هلک مړی د روسیې په نوفوسیبیرسک سیمې په ویرخ-تولا کلي کې ددې نجلۍ د کور له یخچال نه ترلاسه شوی دی.
د ماشومانو د حقونو مدافع وکیلې ندیژده بولتینکو، د تاس اژانس ته ویلي چې ددې کورنۍ هیڅ کوم غړی ددې نجلۍ په نهه میاشتنۍ امیندوارۍ باندې نه وو پوه شوي.
د پولیسو مقاماتو ویلي چې دغې نجلۍ د پلار او مور له ویرې د هغوی څخه پټ په کوم ځای کې ولادت کړی دی.
د بولتینکو، په وینا کله چې ددې نجلۍ مور – له ولادت وروسته – د خیټې د درد په وجه د خپلې لور چیغې او فریاد اوري امبولانس ته زنګ وهي ځکه فکر کوي چې هغه اپندکس شوې ده.
خو کله چې روغتیایي کارکوونکي ددې نجلۍ کور ته رارسیږي، هغوی ته ټوله کیسه کوي او د ماشوم د پټولو ځای مسولینو ته په ګوته کوي.
کله چې پولیس او روغتیایي کارکوونکي د یخچال دروازه پرانیزي، ډیره ناوخته وي او ماشوم په یخجال کې د څو ساعتونو تیرولو په نتیجه کې مړ شوی وي.
د روسیې د پلټنو کمیټې یو مقام ویلي چې ددې پیښې د ټولو جزییاتو او ابعادو د روښانه کولو لپاره پلټنې پیل شوي دي.