د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلو پر سوریې بمباري ومنله ایران یې وګواښه


اسرائیل وايي دا برید یې په ۲۰۰۷ کال کې کړی و
اسرائیل وايي دا برید یې په ۲۰۰۷ کال کې کړی و

د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په ورځ (مارچ۲۱) د سوریې پر مشکوک اتومي تاسیساتو د بمباریو تصویرونه او پټ اسناد خپاره کړل.

دا برید د ۲۰۰۷ کال د سپتمبر په شپږمه نیټه د سوریې په ديرالزور کې د الکبار په سیمه کې شوی دی. اسرائیل وايي سوریې د شمالي کوریا په مرسته دغه مشکوک اتومي ري اکتر تقریبآ رغولی و او څو میاشتې پاتې وې چې فعال شي.

رویټرز اژانس وايي د اسرائیلو د خپاره شویو اسنادو او تصویرونو تصدیق نشي کولی. دا اسناد داسې مهال خپریږي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د اسرائیلو صدراعلظم بینیامن نتنیاهو له امریکا غواړي چې د ایران او سوریې د ایتلاف پر ضد جدي اقدامات وکړي.

د اسرائیلو د استخباراتو مشر، اسرائیل کتز، په خپل ټویټر کې لیکلي دي "د ۲۰۰۷ کال عملیات او د هغه بریالیتوب دا خبره روښانه کړه چې اسرائیل به هېڅکله اجازه ورنکړي چې اتومي وسلې د هغو- هېوادونو- لاس ته ورشي چې د اسرائیلو موجودیت ته خطر دي- هغه مهال سوریه وه او اوس ایران دی."

د اسرائیلو پوځ وايي په دغو عملیاتو کې یې اتو اف-۱۶ او اف-۱۵ الوتکو برخه لرله او ۱۸ ټنه باروت یې د مشکوک ري اکتر په سیمه اچولي وو. دوی وايي ښايي دا ري اکتر د ۲۰۰۷ کال ترپایه کار کولو ته برابر شوی وای.

هغه مهال د سوریې حکومت ویلي وو چې د اسرائیلي الوتکو برید یې په شا تنبولی دی، خو نور جزییات یې نه وو ورکړي.

سوریې دا ادعا رد کړې ده چې ګنې دا سیمه د ري اکتر لپاره وه. دمشق له شمالي کوریا سره د هر ډول همکاریو د لرلو ادعا هم رد کړې ده. د داعش ډلې وروسته بیا د دیر الزور سیمه ونیوله.

XS
SM
MD
LG