د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ نوی صدراعظم ټاکي


د عمران خان د گوند غړی د پاکستان د ولسي جرګې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی
د عمران خان د گوند غړی د پاکستان د ولسي جرګې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی

د پاکستان د ولسي جرګې مشري د عمران خان د تح‏ریک انصاف غړي وګټله.

د عمران خان د ګوند سیاستوال، اسد قیصر، د پاکستان د ولسي جرګې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د پارلمان دننه په سیالیو کې، ښاغلي قیصر د پیپلز ګوند کاندید سید خورشید شاه ته چې د نواز مسلم لیګ غړو یې هم ننګه کوله، ماتې ورکړه. د ښاغلي قیصر غوره کیدل د عمران خان د ګوند، تحریک انصاف، لپاره یو بل پرمختګ ګڼل کیږي.

د پارلمان دننه په ټاکنو کې، ښاغلي قیصر ۱۷۶ او ښاغلي خورشید ۱۴۶ رایې وګټلې.

د رویټرز خبري اژانس وايي د ولسي جرګې نوي مشر اسد قیصر تر دې مخکې د خیبرپښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ مشر و او په لومړي ځل ملي اسمبلۍ ته بریالی شو.

د پاکستان انتخابات د درغلیو او فساد له پراخو تورونو سره مله وو. د عمران خان د ګوند مخالف سیاستوال پوځ تورنوي چې په لوی لاس یې د عمران خان مهم مخالف سیاستوال نواز شریف بندي کړي چې عمران خان د بري چانس زیات شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ملي اسمبلۍ د ۲۷۲ څوکی څخه یې ۱۱۶ وګټلې. ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ (اګست۱۷) په ملي اسمبلۍ کې انتخابات وشي چې عمران خان د پاکستان د لومړي وزیر په توګه ومنل شي. د لوړې مراسم به د شنبې په ورځ وي.

XS
SM
MD
LG