د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سېشنبې په ورځ، د افغانستان، ناټو او منځنۍ آسیا هیوادونو د لوی درستیزانو په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته سفر کړی.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ آشنا ته وویل، دغه غونډه چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې، د امریکا د پوځي قوماندانۍ د مرکز له خوا رابلل شوې ده.
د ښاغلي وزیري پر وینا، د لوی درستیزانو په دغې غونډه کې به د مخدره موادو او تروریزم پر ضد د مبارزې پر اغیزمنو لارو چارو خبرې وشي.
هغه وویل "جنرال نکلسن، لوی درستیز د افغانستان، پاکستان او د منځنۍ آسیا هیوادونو لوی درستیزان په دې غونډه کې ګډون لري، د پاکستان لوی درستیز نن راغی، خو غونډه پرون پیل شوې ده، چې اکثره لوی درستیزان پرون راغلي وو".
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې ولسمشر محمداشرف غني تیر ماښام د قزاقستان او ازبکستان له لوی درستیزانو سره په ارګ کې لیدنه کړې.
له ارګ څخه په یو خپور شې بیان کې راغلي، چې ښاغلي غني په دې لیدنه کې، د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.
په بیان کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي "ستاسو سفر به په نظامي برخه کې په ځانګړي ډول د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان د اردو ترمنځ د اړیکو او همکاریو نوی فصل پرانیزي او زه هیلهمند یم چې زموږ مناسبات په راتلونکي کې هم زیات پراخه شي".
په بیان کې راغلي، چې دواړو لورو د تروریزم پر ضد مبارزې، سیمه ییزو امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هم خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د قزاقستان او ازبکستان لوی درستیزانو هیله ښودلې، چې افغانستان د خپلو سیمهییزو او نړیوالو شریکانو په ګډو هڅو، له تروریزم سره د مبارزې او د دایمي سولې او ثبات په تامین کې بریالی شي او په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پرمختګونه وکړي.