د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پاکستان سفارت: د دوحې د مذاکراتو نتایجو ته خوشبینه یو


په کابل کې د پاکستان سفیر ذاهد نصرالله خان وايي، چې هیواد یې د افغان سولې په پروسه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي او هیله لري، چې په دوحه کې د سولې روانې خبرې، بین‌الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.

ښاغلی نصرالله خان د دوشنبې په ورځ (کب/حوت ۲۰مه) په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د همکاریو درې‌اړخیزې غونډې ته وویل، چې پاکستان د افغانستان د شخړې اړخ نه دی بلکې هڅه کوي، چې په دغه هیواد کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

هغه زیاته کړه "زما په نظر ټوله سیمه خوشبینه ده او موږ هم خوشبینه یو او تمه لرو، چې د دوحه خبرې زیاتې بریالۍ شي او دا بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي، کوم چې د سولې هرډول تړون لپاره خورا مهم کار دی".

د پاکستان سفیر په داسې حال کې د قطر د مذاکراتو مثبتو نتایجو ته خوشبینې ښودلې ده، چې امریکايي او طالب چارواکي له دوه اونیو راهیسې په دوحه کې د افغان سولې په تړاو د بندو دروازو ترشا پر بحثونو بوخت دي.

ښاغلي نصرالله خان ټینګار وکړ، چې هیواد یې د افغان سولې په بهیر کې عملي ګامونه پورته کړي دي او په دې لړ کې یې طالبان هڅولي، چې په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره خبرې پیل کړي.

نوموړي د ملا عبدالغني برادر خوشې کول هم د دغو هڅو یوه برخه وبلله.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان په دې غونډه کې، د افغان سولې او له تروریزم سره د مبارزې په برخو کې د ګاونډیو او د سیمې هیوادونو له خوا د داسې عملي اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ، چې مثبتې نتیجې ولري.

همدا شان د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله، چې نن یې د وزیرانو د شورا غونډې ته وینا کوله په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانو خبرو ته خوشبینې ښودلې ده.

خو ښاغلي عبدالله وویل، چې افغانان د روانو مذاکراتو په ځینو برخو کې د روښانتیا د نشتوالي له امله اندښنه لري.

تیره ورځ د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني ټينګار وکړ، چې د قطر په مذاکراتو کې باید د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي هم بحث وشي.

ښاغلي غني وویل "د خپلو نړیوالو همکارانو قدردانی کوو، چې زموږ په غوښتنه راغلل او هغه څه چې خلکو فکر کوه د بحث وړ نه دي هغه مو عملي کړل، دلیل یې دا وو، چې موږ غوښتل په وضاحت سره ووایو چې د بهرنیو ځواکونو حضور د بحث وړ دی، خو پوښتنه داده چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې کله تر بحث لاندې نیول کیږي؟".

په ورته وخت کې، نن د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو د یوې مظاهرې په ترڅ کې له پاکستان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې له تروریستي فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

له دې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفیر خبرداری ورکړی وو، چې له هندوستان سره د تاوتریخوالي په صورت کې به د افغانستان د سولې روانې خبرې زیانمنې شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې پنځم پړاو مذاکرات شاوخوا دوه اونۍ مخکې پیل شوي، چې لا هم دوام لري.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، په افغانستان کې د ښکیلو خواو ترمنځ اوربند او د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر ضد استفاده نه کول، د دغو مذاکراتو مهم ټکي دي، چې تر اوسه دواړه خواوې یې پرسر د پام وړ توافق ته نه دي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG