د لاس رسي وړ اتصالات

د روڼتیا څار بنسټ: د افغانستان لویه څارنوالي کې اساسي اصلاحاتو ته اړتیا ده


د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د لویې څارنوالۍ د تشکیل او صلاحیتونو په قانون کې د تعدیل له راوستلو څخه هرکلی کوي خو وايي چې لا هم دغه مسوده په لویې څارنوالۍ کې د فساد مخنیوی نشي کولی.

د لویې څارنوالۍ د تشکیل او صلاحیتونو د قانون د نوې مسودې په اړه د روڼتیا د څار بنسټ موندنې ښيي چې د قانون په دې مسوده کې د څارنوالانو د استخدام په تړاو وړاندې شوی ماډل په نړیوالو معیارونو برابر نه دی او جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر سیداکرام افضلي خبریالانو ته وویل: "موږ د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واک قانون تعدیل د پرمختګ د ګام په توګه ستایو. خو په لویه څارنوالۍ کې د ګمارنو مېکانېزم باید پر نړیوالو معیارونو برابر اوسي او د ګمارنې ټول بهیر راونغاړي".

د ښاغلي افضلي په وینا وړاندې شوی ماډل د څارنوالانو د ګمارنې ټول بهیر تر پوښښ لاندې نه راولي او یوازې د نویو څارنوالانو تر ګمارنې محدود دی.

هغه وویل د څارنوالانو د ګمارنې له بهیر څخه څارنه هم "ډېره کمزورې ده" چې په وینا یې د ګمارنې د بهیر له څلورو مهمو پړاوونو څخه یوازې په دوه‌ پړاوونو کې د مدني ټولنو د استازو حضور د احتمالي فساد مخنیوی نشي کولی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د روان کال په لومړیو کې له نړیوالې ټولنې سره د فساد ضد مبارزې د ژمنې په اساس د دغې ادارې د تشکیل او صلاحیتونو د قانون پر تعدیل کار پیل کړ.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د چارواکو په وینا که څه هم تعدیل شوې مسوده د اوسني نافذ شوي قانون په پرتله پراخه ده، خو د څارنوالانو د ذاتي چارو برخه یې په لویه څارنوالۍ کې د لوړې کچې فساد چاره نشي کولی.

د روڼتیا د څار بنسټ سپارښتنه کړې چې لویه څارنوالي په دې برخه کې ځینو نورو بنسټیزونو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

خو د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د روڼتیا د څار بنسټ په دې تړاو کره معلومات نه لري او د دا ډول راپورونو خپرول د اصلاحاتو په راوستلو کې مرسته نه کوي بلکې د دغه بنسټ باور تر پوښتنې لاندې راولي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۳۰مه (زمري ۹) امریکا غږ ته وویل چې لویې څارنوالۍ په وروستیو پنځو کلونو کې د خپلو تشکیلاتي جوړښتونو د اصلاح او پیاوړتیا، د موازي برخو د له منځه وړلو او اداري مشکلاتو د مخنیوي، د متخصصو او ځوانو کدرونو د جذبولو، بشري منابعو او د ظرفیتونو د لوړولو په برخو کې د پام وړ اقدامات کړي دي.

خو ښاغلي رسولي ټینګار وکړ چې لویه څارنوالي له ټولو هغو طرحو، وړاندیزونو، نظرونو او انتقادونو هرکلی کوي چې په سمه توګه د عدلي خدماتو له وړاندې کولو سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG