د لاس رسي وړ اتصالات

د بالیوډ خانانو له نتنیاهو سره ونه لیدل، خو امتیاب بچن ولیده


ځینو ویلي خانانو ځکه له نتنیاهو سره ونه لیدل چې هغه يهود دی
ځینو ویلي خانانو ځکه له نتنیاهو سره ونه لیدل چې هغه يهود دی

د هند د سینما مشهورو څېرو عامر خان، شاهرخ خان او سلمان خان د اسرایلو له صدراعظم سره له لیدو ډډه وکړه، خو امیتاب بچن ورسره سیلفي واخیسته.

د اسریلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو تېره اونۍ ډیلي ته تللی و او هلته یې د بالیوډ له ځینو ستورو سره ولیدل.

په دغه ډله کې د هند تر ټولو ډېر مشهور ستوری امیتاب بچن هم شامل و. هغه له ښاغلي نتنیاهو سره یوه سیلفي هم اخیستې ده.

صدراعظم نتنیاهو په خپل ټویټر کې د امیتابچن سره اخیستل شوې سیلفي خپره کړې ده او لیکلي دي " ایا زما بالیودي سیلفي به د اسکار په جشن کې هالیودي سیلفي ته ماتې ورکړي؟"

په هند کې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د خانانو دا اقدام ستایلی دی او هغوی یې "رښتیني اتلان" بللي دي. خو ځینو نور بیا د عامر خان، شاهرخ خان او سلمان خان دا کار د هند-اسرایلو د فرهنګي روابطو لپاره ښه نه دی ګڼلی.

په ټویټر کې ځینو کسانو دا هم لیکلي دي چې عامر خان، شاهرخ خان او سلمان خان ځکه خانانو ځکه له نتنیاهو سره ونه لیدل چې هغه یهود دی. خو تراوسه دغو ستوریو په خپله څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG