د فارن پالیسي خپرونې په یوې تازه مقاله کې لیکلي دي چې هند د افغانستان سیندونه د پاکستان په ضد د وسلې په توگه کارولی شي.
مقاله لیکي چې نوي ډیلي پلان جوړ کړیدی چې کابل ته نژدی د یو بند په جوړیدو کې مرسته وکړي چې دا به پاکستان د اوبو د مشکل سره مخ کړي. مقاله لیکي چې دغه پروژه کیدی شي د نړۍ یوه بله لویه لانجه راوپاروي.
د فارن پالیسي مجله لیکي چې افغانستان د اوبو بند ته ځکه ضرورت لري چې په تیرو څو کلونو کې د باران په ورښت کې ٦٠٪ کمښت راغلی دی او د کابل نفوس هم زیات شویدي.
د فارن پالیسي مجلې په داسې وخت کې دغه مقاله خپره کړیده چې په پاکستان کې هم د افغانستان د حکومت په کابل کې د بند په پریکړې بحثونه کیږي.
په پاکستان کې د ډان ورځپاڼې لیکلي دي چې د پیښور پوهنتون د چارشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوبو په مسله د تړون د لاسلیک کولو د ضرورت په اړه یوه غونډه وکړه. په دغه غونډې کې ویناوالو د دواړو ملکونو د حکومتونو نه وغوښتل چې په راتلونکې کې د شخړو نه د خوندیتوب لپاره باید تړون لاسلیک شي.
د فارن پالیسي مقاله لیکي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو په مسله یو داسې جامعه تړون یا موافقې نشته چې د لانجې مخه ونیسي.
مقاله لیکي چې یوې خوا ته دغه پروژه د افغانستان لپاره گټوره ده خو بلې خوا ته په پاکستان کې یې اندیښنې راپارولي دي. په پاکستان کې د ډان ورځپاڼه لیکي چې که د کابل د شاهتوت بند جوړ شو نو پاکستان ته به د اوبو په بهیدو کې ١٦٪ کمي راشي.
مقاله د افغانستان سره د هند د مرستو په اړه لیکي چې د تیرو اتلسو کلونو په مودې کې هند د افغانستان سره د ٢ ملیاردو ډالرو مرسته کړیده خو پاکستان وایي چې د شاهتوت بند د جوړیدو سره مرسته کول د هند د پاکستان خلاف اقدام دی.
مقاله زیاتوي چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د بل جنگ کیدلو امکانات نشته خو د اوبو جنگ به پیلیږي.