د لاس رسي وړ اتصالات

په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښځو شتون ولې کمرنګه دی؟


یوازې درې ښځې د ولسمشریزو ټاکنو مرستیالانې دې
یوازې درې ښځې د ولسمشریزو ټاکنو مرستیالانې دې

د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه ختمه شوه، خو په عمومي ډول په کې د ښځو شتون ډېر کمرنګه دی.

د افغانستان د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۷ کسان کاندیدان شول چې هر یو یې دوه مرستیالان لري. د ولسمشرۍ په دغو کاندیدانو کې یوه ښځه هم نشته او یوازې درې ښځې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو راپدېخوا نړیواله ټولنه له افغانستان سره دوامداره مرستې کوي چې په واک، مشرتابه او د هېواد مهمو پرېکړو کې د ښځو ونډه زیاته او پراخه شي.

افغان حکومت هم ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ پورې به په واک کې د ښځو مشارکت ۳۰ سلنې ته لوړ کړي. دا مهال یوازې د افغانستان په ولسي جرګه کې ۲۸سلنه ښځې دي او په نورو حکومتي لوړو ودانیو کې بیا دا ونډه او مشارکت کم لیدل کیږي.

د ښځو د حقونو ځینې فعالانې په دې باور دي چې د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو جنسي توازن له پامه غورځولی دی. دوی وايي کاندیدانو وړتیا ته نه ده کتلې او تر ډېره یې هغه کسان د خپلو مرستیالانو په توګه ټاکلي چې رایې ورته وګټي.

د ښځو د حقونو فعاله عارفه پیکار وايي ډېر وخت به ونیسي چې یوه ښځه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندیده او یا مرستیاله شي.

"ښځه د رایو بانک نه دی"

په افغانستان کې له ۲۰۱۴ را وروسته د "د رایو بانک" اصطلاح ډېره کارول کیږي. دا اصطلاح تر ډېره هغو اشخاصو ته کارول کیږي چې په خپل قوم او ټولنې کې نفوذ ولري او د ټاکنو په ورځ خپل کاندید ته رایې وګټي.

د پوهنتون استاده حمیرا قادري وايي چې ښځې لا هم په افغاني ټولنې کې د"رایو بانک" نه بلل کیږي او همدا علت دی چې په ولسمشرۍ ته کاندیدانو او د کاندیدانو په مرستیالانو کې د ښځو برخه کمه او بیخي کمرنګه ده.

مېرمن قادري وایي "مرستیال د دې لپاره ټاکل کیږي چې د ټاکنو په ورځ خپل قوم او پلویان د رایو صندقونو ته بوځي.. همداسې یو فکر پر ټولنې غالب دی او همدې ته په کتو داسې نه ښکاري چې یوه ښځه دې وکولی شي د ټاکنو په ګرم بازار کې د رایو بانک وګڼل شي.".

میرمن قادري په دې باور ده چې د افغانستان په ځينو سیمو کې ښايي هغه کاندیدان د خلکو له قهر او غضب سره مخامخ شي چې ښځې یې مرستیالانې ټاکلې دي.

"ښځې منسجمې نه دي"

د ښځو د حقونو د ځینو نورو فعالانو په باور د ښځو نه همغږي او نه انسجام یو بل دلیل دی چې د ولسمشریزو ټاکنو ډېرو کاندیدانو ښځې له پامه وغورځولې.

میرمن پیکار وايي په انتخاباتي مبارزو کې د ښځو د ونډې زیاتولو منظمې سیاسي مبارزې او د ښځو انسجام ته ضرورت لري، خو په خبره یې افغان مېرمنې انفرادي مبارزه کوي چې لا یې هاغسې چې تمه کیږي نتیجه نه ده ورکړې.

نوموړې وايي چې افغان مېرمنې ښې وړتیاوې لري او که منظمې او منسجمې شي یوازې په انتخاباتي مبارزو کې نه بلکې په نورو برخو کې به هم مهم رول لوبولی شي.

په تېروڅو کلونو کې په واک کې د ښځو د ونډې د زیاتولو لپاره ځينې کارونه شوي دي. ولسمشر غني یوه ښځه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیره وټاکله او همدغه راز په ځینو نورو لوړو دولتي څوکیو کې هم ښځې په دندو ګمارل شوي دي.

خو د ښځو د حقونو ځینې فعالان وایي له دې دومره کارونو سره سره بیا هم د ښځو په اړه د ټولنې فکر او نظر چندان بدل شوی دی نه دی او په ټولنه کې لا هم د دویم جنس په سترګه ورته کتل کیږي او لویو پرېکړو کې برخه نه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG