د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن وايي د ایران د تېلو پر تاسیساتو د اسرائیل د احتمالي برید په اړه خبرې کوي


بایډن، د فلوریډا ایالت طوفان ځپلو سیمو د کتلو لپآره له سفر دمخه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب وایی
بایډن، د فلوریډا ایالت طوفان ځپلو سیمو د کتلو لپآره له سفر دمخه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب وایی

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې د ایران د تېلو پر تاسیساتو د اسرائیل د احتمالي برید په اړه خبرې کوي.

د ښاغلي بایډن ددغې تبصرې په نتیجه کې د پنجشنبې په ورځ د تیلو بیې پداسې حال کې لوړې شوې چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې یوه میاشت پاته ده.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تمه نه لري چې اسرائیل به لږ تر لږه د پنجشنبې تر ورځې پورې پر اسرائیل د تهران د میزایلو د پراخ برید غچ واخلي.

د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا هغه د ایران د تېلو تاسیساتو باندې د اسرائیل د برید ملاتړ کوي، بایډن وویل: "موږ په دې اړه بحث کوو. زه فکر کوم چې دا به لږ څه وي ... په هرصورت."

د بایډن له وینا وروسته د منځني ختیځ په اړه د اندیښنو له امله د تیلو بیې پنځه سلنه لوړې شوې.

د تیلو په نرخونو کې د زیاتوالي له کبله د بایډن مرستیاله کاملا هریس زیانمن کیدی شي، ځکه چې دیموکراته هریس د نومبر د پنځمې په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مقابله کوي؛ په کومو ټاکنو کې چې د ژوند د لګښت موضوع یوه لویه مسله ده.

بایډن وویل چې هغه د اسرائیل څخه د سمدستي اقدام تمه نه لري - حتی که د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پدې وروستیو کې د زغم غوښتنې ته پداسې حال کې لږ پام کړی دی، چې هغه په لبنان کې د ایران د متحد حزب الله ملیشه په نښه کوي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه به اسراییل ته اجازه ورکړي چې د ایران په وړاندې غچ واخلي؟ بایډن خبریالانو ته وویل: "لومړی، موږ اسرائیل ته اجازه نه ورکوو، موږ اسرائیل ته مشوره ورکوو. او داسې څه نشته چې نن دې پیښ شي."

بایډن د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې هغه به د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د اسرائیل د برید ملاتړ ونه کړي.

ایران د سه شنبې په ورځ په اسرائیل باندې په یو مستقیم برید کې شاوخوا ۲۰۰ راکټونه په هغه هیواد وتوغل او نتنیاهو خبرداری ورکړ چې تهران به یې تاوان ادا کړي.

ایران ویلي چې دا کار یې د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژلو د غچ اخیستلو لپاره کړی دی.

حزب الله د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ د ایران د فلسطیني متحد حماس له خوا پر اسرائیل د بریدونو او په غزه کې د اسرائیل د غچ اخیستونکو بریدونو وروسته پر اسرائیل راکټونه توغوي.

اسرائیل پر بیروت هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي او وایي دا کار د حزب الله جنګیالیو د ځپلو په موخه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG